داسلامی ایران امنیت او ثبات په خلکو تکیه لری
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i62549-داسلامی_ایران_امنیت_او_ثبات_په_خلکو_تکیه_لری
زمونږ خبریال وایی د ایران د اسلامی جمهوریت د باندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په هیواد کښې ځینو وروستیو بلواو ته په غبرګون کښې بیګا په ټویټر اینټرنیټ پاڼې ولیکل د ایران امنیت او ثبات په خلکو تکیه لری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 03, 2018 01:03 Asia/Kabul
  • دامریکا او دصهیونیسټ رژیم چارواکو هڅه وکړه دایران دخلکو اعتراضونه د ګډوډۍ او د بلوا د رامینځته کولو په لاره هدایت کړي .
    دامریکا او دصهیونیسټ رژیم چارواکو هڅه وکړه دایران دخلکو اعتراضونه د ګډوډۍ او د بلوا د رامینځته کولو په لاره هدایت کړي .

زمونږ خبریال وایی د ایران د اسلامی جمهوریت د باندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په هیواد کښې ځینو وروستیو بلواو ته په غبرګون کښې بیګا په ټویټر اینټرنیټ پاڼې ولیکل د ایران امنیت او ثبات په خلکو تکیه لری .

هغه په دې خبرې سره چې دایران خلک د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سیمه ایزو صمیمی ملګرو(عربو هیوادونو)  د خلکو په اپوټه   په انتخاباتو کښې د رایو د اچولو او  له حکومت سره د مخالفت کولو حق لری ولیکل دغه حقونه به  چې په ډیرې هڅې سره لاس ته راوړل شوی دی وساتل شی او نفوذیانو ته به اجازه ورنکړل شی چې په تاوتریخوالی او ورانۍ سره دغه حقونه له مینځه یوسی .

له تیرې پنجشنبې ورځ راهسې یوشمیر کسانو دایران په څو ښارونو کښې د اعتراضیه غونډو په جوړولو او شعارونو سره د ځینو مالی موسسو د غړیو د پیسو د له مینځه تلو په چارو دغور په  نه کیدا او دځینو شیانو د بیو په زیاتیدا او  دحکومت د څارنې په کمزورتیا اعتراض وکړ خو ځینې غونډې او اعتراضونه  دیوشمیر فرصت غواړو او بلواګرو لخوا له بلواو سره مخ شول .

دامریکا او دصهیونیسټ رژیم چارواکو او پردیو رسنیو له دغو ولسی غونډو په ناوړه استفادې سره هڅه وکړه دغه اعتراضونه د ګډوډۍ او د بلوا د رامینځته کولو په لاره هدایت کړی .

له دې مخکې د ۲۰۰۹ میلادی کال په فتنې کښې هم د امریکا او د انګلستان حکومتونو او دوې ته اړونده عناصرو د ایران د ولسمشرۍ د لسم (۱۰)پړاو د انتخاباتو له ترسره کیدا وروسته د ناکراریو د رامینځته کیدا په بهیر کښې خپل ټول امکانات وکارول چې دایران اسلامی جمهویت ته ګوزار ورکړی خو د ایران هوښیارو خلکو دهغوې فتنه شنډه کړه .