ایران دامریکا حیثیت تر پښو لاندې کړی دی
-
بلواګر د مرتجعانو استازي او داسلامي ایران دښمانان او مخالفان دي .
زمونږ خبریال وایی په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامی انقلاب د ستر لارښود سلاکار علی اکبر ولایتی وویل په تیرو دریو (۳) کلونو کښې ایران د مقاومت دچورلیز د بیرغوال په توګه دامریکا حیثیت(مقام) له خاورو سره خاوری کړی دی او صهیونیسټان یې هم بې چاره کړی دی .
هغه وویل دمقاومت چورلیز به چې له تهران څخه پیلیږی او تر بغداد، دمشق او فلسطین پورې دوام لری امریکا، صهیونیسټ رژیم او دهغوې سیمه ایز مرتجعان(ځینی عرب دیکتاتوران) له مینځه یوسی .
په نړیوالو چارو کښې دایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود علی اکبر ولایتی په دې خبرې سره چې امریکا باید پوهه شی په سیمه کښې به دخپل نفوذ خوب ونه وینی وویل ایران په نړۍ کښې یو(۱) اغیزشیندونکی هیواد دی او ورځ تر بلې یې په سیمه کښې نفوذ زیاتیږی .
ولایتی په ایران کښې ځینو وروستیو بلواو ته په اشارې سره وویل بلواګر د مرتجعانو استازی او داسلامی ایران دښمانان او مخالفان دی .