دایران بلواوې د امریکا د عقدې تشول وو
-
دایران ملت د بلواګرو فرصت غواړو او ددښمانانو له نوي دسیسې خپله کرکه او غصه څرګنده کړه .
زمونږخبریال وایی د تهران دجمعې لمانځه خطیب ایت الله سید احمد خاتمی ډاګینه کړه هغه څه چې په تیرو څو ورځو کښې په ایران کښې رامینځته شول دامریکا او دهغې دملګرو هیوادونو د عقدې دښودلو نښه وه .
هغه دتهران دنن ورځې دجمعې لمانځه په خطبو کښې وویل امریکا او دهغې ملګرو هیوادونو د سوریې او دعراق په شمول په سیمه کښې له پرله پسې ماتیو وروسته د مقاومت دجبهې د لومړۍ کرښې په توګه دایران اسلامی جمهوریت ته د ګوزار د ورکولو لپاره دنوی فرصت درامینځته کولو کوشش کاوه .
دتهران دجمعې لمانځه خطیب زیاته کړه امریکا او ملګرو یې داسې خیال کاوه چې دبلواګرو په ملاتړ سره دایران اسلامی جمهوریت ته تاوان رسولی شی خو دایران بصیرت لرونکی ملت دتل په شان په خپل حماسی شتون سره دامریکا او دهغې دملګرو هیوادونو نوی پلان له ماتی سره مخ کړ .
دتهران دجمعې لمانځه خطیب ایت الله سید احمد خاتمی دې ته په اشارې سره چې امریکا، صهیونیسټ رژیم او سعودی رژیم په تیرو څو ورځو کښې د بلواګرو د ملاتړ لپاره له یوبل سره سیالۍ وکړه وویل امریکا په ایران کښې دبلواو پلانونکی او سعودی عربستان هم مالی ملاتړی وو .
دایران ملت په تیرې چهارشنبې او پنجشنبې ورځو دهیواد په بیلابیلو سیمو کښې په پراخو لاریونونو سره دعمومی ځایونو په ورانولو کښې د بلواګرو فرصت غواړو او ددښمانانو له نوی دسیسې خپله کرکه او غصه څرګنده کړه .