اسرائیل په سیمه کښې یو شرور رژيم دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i64045-اسرائیل_په_سیمه_کښې_یو_شرور_رژيم_دی
لاریجاني وویل: د فلسطین د مظلومو خلکو دفاع د مسلمانانو دنده ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 23, 2018 16:11 Asia/Kabul
  • اسرائیل په سیمه کښې یو شرور رژيم دی

لاریجاني وویل: د فلسطین د مظلومو خلکو دفاع د مسلمانانو دنده ده.

د ایران د اسلامي شورا مشر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې مقاومت له صهیونیسټي رژیم سره په مقابله کښې یوازنی موثره طریقه ده، وویل: د قدس نیواکګر رژیم په اسلامي ټولنو کښې د مقاومت د تفکر له ودې ویریږي.

مهر خبري آژانس لیکلي چې علي لاریجاني نن په تهران کښې (غزه د مقاومت سمبول) په نامه اتم کانفرنس کښې څرګنده کړه: د فلسطین د مظلومو خلکو دفاع د مسلمانانو دنده ده.

د ایران د اسلامي شورا (پارلیمان) مشر د خپل هیواد د پوهانو د وژلې په شمول د صهیونیسټي رژيم جنایتونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: اسرائیل په سیمه کښې یو شرور رژيم دی.

علي لاریجاني زیاته کړه چې باید د دغه شرارتي رژيم په وړاندې دریدنه وشي.