روحانی وویل د سیمې ملتونه د ایران په مرسته د ترهه ګرو له شر ه خلاص شول
ښاغلی روحانی همداراز په نړیوال ډګرکې د ایرانی ملت په وړاندې د امریکا بیا بیا ماتو ته هم اشاره وکړه او جوته یې کړه چی امریکایان د ایران په داخلی چارو کې په لاس وهنې پسې وو خو د ایران خلکو په وحدت ، اتحاد او مقاومت سره د هغو دسیسې او پروګرامونه شنډ کړل .
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن روحانی وویل هغه کال چی تیر شو ، د ترهه ګرۍ په وړاندې د ایرانی ملت د بریالیتوب او د سیمې د خلکو لپاره له بریالیتوب ډک کال وو .
حسن روحانی د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۳۹ کلیزې د پرتمین لاریون په کلیزه کې د تهران د خلکو په سترې غونډې کې ټینګار وکړ ، د عراق او سوریې له خلکو سره د ایران مرستو نتیجه ورکړه او د سیمې ملتونه د ترهه ګرو له سره خلاص شول .
د اسلامی ایران ولسمشر د دې خبرې په کولو سره چی دسیسه جوړونکی د سیمې د هیوادونو په ویشلو پسې وو ، جوته کړه د عراقی ملت ځیرتیا او د سیمې د هیوادونو مرستې په سیمه کي د ایران د ملگرو هیوادونو ملی وحدت تضمین کړ .ښاغلی روحانی زیاته کړه د لبنان د خلکوځیرتیا او د ملګرو هیوادونو ملاتړ هم په دغه سیمه کې د امریکا او صیهونیزم دسیسه شنډه کړه .
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د سیمې د سولې او ثبات لپاره په څو اړخیزو خبرو اترو کې د ایران بریالیتوبونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چی د سیمې د مشکلاتو اوارې سیاسی دې او باید د نورو هیوادونو په ملګرتیا سره په درسته سیمه کې ثبات او امنیت راوستل شی .
ښاغلی روحانی همداراز په نړیوال ډګرکې د ایرانی ملت په وړاندې د امریکا بیا بیا ماتو ته هم اشاره وکړه او جوته یې کړه چی امریکایان د ایران په داخلی چارو کې په لاس وهنې پسې وو خو د ایران خلکو په وحدت ، اتحاد او مقاومت سره د هغو دسیسې او پروګرامونه شنډ کړل .
روحانی جوته کړه امریکا د ایران د ایټمی موافقې په موضوع کې تراوسه څو ځله د دغې مهمې نړیوالې او سیمه ایزې موافقې د له مینځه وړلو لپاره هڅه کړی ده خو تراوسه بریالی نه وه او که امریکا وغواړی چی له ایټمی موافقې ووځی ، نو تاوان به یې ډیر ژر ووینی .
د اسلامی ایران ولسمشر د قدس ، فلسطین او د سیمې د خلکو پرضد د امریکا دسیسې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چی نړۍ د امریکا د دسیسې په وړاندې ودریده او نه یوازې اسلامی هیوادونه یوازې څو هیوادونو پرته ، درستو هیوادونو د ملکرو ملتو په عمومی اسمبلۍ کې له دغې دسیسې سره مخالفت وکړ .