دامریکا سیاست د مینځنی ختیځ دبې ثباتۍ اصلی عامل دی
-
دا دامریکا حکومت دی چې په سوریې کښې د امنیت د راوستلو په لاره کښې دهر ډول هڅې مخه نیسي .
زمونږخبریال وایی په ملګروملتونو کښې د ایران داسلامی جمهوریت نمایندګۍ دامریکا د استازی میرمن نیکې هیلې تورونو ته په غبرګون کښې وویل دصهیونیسټ رژیم له تیریګرو سیاستونو بې قید او شرطه ملاتړ په مینځنی ختیځ کښې د ناامنۍ اصلی سرچینه ده .
په ملګروملتونو کښې دامریکا استازی میرمن نیکې هیلې چې د خپل یوه (۱)کلن فعالیت په وخت یې په ځلونو دصهیونیسټ رژیم ملاتړ کړی دی د سوریې په اړه د امنیت شورا په پرونۍ غونډې کښې دسیمې په بې ثباته کولو کښې دایران او روسیې پرضد یوشمیر تورونه ولګول .
په ملګروملتونو کښې د ایران داسلامی جمهوریت نمایندګۍ په یوې (۱)بیانیې کښې وویل په داسې حال کښې چې حقیقتونه په سوریې کښې د تاوتریخوالی دختمولو لپاره د ایران د صمیمانه هڅو ښودنه کوی دا دامریکا حکومت دی چې په سوریې کښې د امنیت د راوستلو په لاره کښې دهر ډول هڅې مخه نیسی .
دایران نمایندګۍ په دغه بیانیې کښې په دې خبرې ټینګار سره چې په سیمه کښې د ترهګرۍ په پراخولو او دداعش ډلې په پیاوړی کولو کښې د امریکا رول د انکار وړ نه دی وویل دسیمې په بیلابیلو هیوادونو په تیره بیا عراق ، لیبیا ، سوریې ، لبنان او افغانستان کښې دامریکا غیر قانونی لاسوهنې او بلا غوښتنې په دغو هیوادونو کښې د بې ثباتۍ د رامینځته کیدا او په سیمه کښې د ورانونکو پایلوسبب شوی دی .