هند ته د ایران د ولسمشر سفر ډیر ارزښتناک او مهم دی
د هندوستان پخواني خارجه وزیر نوي ډیلي ته د ایران د ولسمشر سفر ارزښتناک وباله.
د هندوستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر سلمان خورشید د ایرنا خبریال ته په یوه مرکه کښې، دغه هیواد ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر حسن روحاني د سفر په هکله وویل: نوی ډیلی ډاډمن دی چې دا سفر به د دواړو هیوادونو لپاره ډیرې ښې پایلې ولري.
سلمان خورشید د اقتصاد او تجارت په برخه کښې د ایران او هندوستان د ملګرتیاو په هکله هم وویل: ایران او هند ډیرې پراخې او مهمې سوداګري اړیکې لري، ایران د هندوستان تیل او ګیس برابروي او دواړو هیوادونه د دې اړیکو د پراخولو لپاره لوړ ظرفیت لري.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر او ورسره لوړرتبه سیاسي او اقتصادي پلاوی د هندوستان په حیدر آباد کښې له دوو ورځو تیرولو وروسته بیګا د دغه هیواد پلازمینې نوي ډیلي ته تللی او نن به د هندي ولسمشر او وزیراعظم لخوا له رسمي هرکلي وروسته د دغه هیواد له چارواکو سره خپل رسمي ملاقاتونه پيل کړي.