انقلابی خبره داسلامی نړۍپه غالبې خبرې بدله شوې ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i67477-انقلابی_خبره_داسلامی_نړۍپه_غالبې_خبرې_بدله_شوې_ده
داسلامی انقلاب د معظم لا رښود ځانګړی سلاکار همداراز روښانه کړې ، د اسلامی مقاومت فرهنګ ، له ایرانه ،لبنان، یمن او عراق ته منتقل شوی او د سورئې حکومت توانیدلی دی ، د دښمنانو په مقابل کې مقاومت وکړی او اوس دمقاومت فرهنګ اوکلتور سیمې ته وارد شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 15, 2018 09:38 Asia/Kabul
  • انقلابی خبره داسلامی نړۍپه غالبې خبرې بدله شوې ده

داسلامی انقلاب د معظم لا رښود ځانګړی سلاکار همداراز روښانه کړې ، د اسلامی مقاومت فرهنګ ، له ایرانه ،لبنان، یمن او عراق ته منتقل شوی او د سورئې حکومت توانیدلی دی ، د دښمنانو په مقابل کې مقاومت وکړی او اوس دمقاومت فرهنګ اوکلتور سیمې ته وارد شوی دی.

زمونږخبریال راپور راکړ  د ایران د  درستو قواؤ دکمانډر انچیف  لوړپوړی سلاکار سردار  یحی رحیم صفوی  نن   په تهران کې د  : کتاب سال پاسداران اهل قلم :  نومې   کتاب د ټاکل کیدا  د دولسم  پړاؤ  په پایزو  دستورو کې  پخپلې وینا کې  ووئیل    هغه انقلابی خبره  چې   داسلامی انقلاب ارواښاد لارښود حضرت امام خمینی او د  معظم لارښود  په هغې  پسې دی ،  دنورو  خبرو په مقابل کې ،  په اسلامی نړۍ کې په برلاسه اوغالبې خبرې بدله شوې ده .

سردار صفوی  زیاته کړې ،  انقلابی خبره  دایران په اسلامی جمهوری نظام   کې   او   په سیاسی اړخ کې   په دینی  ولسواکه حکومت  او  پر خپل برخلیک د  خلکو په حاکمیّت بدله شوې ده او ایران توانیدلی دی ،  د اسلامی ټولنو لپاره    عدالت  او آزادی غواړی بیلګه وړاندې کړی .

 داسلامی انقلاب د معظم لا رښود   ځانګړی سلاکار  همداراز روښانه کړې ،    د اسلامی مقاومت  فرهنګ ، له ایرانه  ،لبنان، یمن او عراق ته منتقل شوی او  د سورئې  حکومت توانیدلی دی ، د دښمنانو په مقابل کې مقاومت وکړی او  اوس  دمقاومت فرهنګ اوکلتور  سیمې ته وارد شوی دی.

 هغه  وئیلی دی ،  دنړۍ  یو میلیارډ  او شپږسوه میلیون مسلمانان  ، د اسلامی فرهنګ اوتمدن  په درلودلو سره  ډیر زیات پوټینشل لری ا و  داسلامی نړۍ د درستو عاقلانو هیله ،  د یوه  هغه  ماډرن اسلامی تمدن  رامینځة ده چې  ، چې  د مسلمانو ملتونو دقدرت اوغږملتیا او داسلامی نړۍد راتلونکی د جوړونې لامل کیږی .

سردار تورن جنرال صفوی   وئیلی دی ، دایران اسلامی جمهوریت  د ماډرن اسلامی  تمدن  د وړاندې کولو په زمینې کې    ددینی ولسواکه حکومت لپاره  یوه بیلګه وړاندې کړې ده  او    اسلامی نړۍ په وحدت کې  ئې  عملی ګامونه پورته کړی دی .