هندوستان د ایران د چابهار بندر په پراختیا ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i67549-هندوستان_د_ایران_د_چابهار_بندر_په_پراختیا_ټینګار_وکړ
د هندوستان د خارجه وزارت ویاند د ایران د چابهار بندر د پراختیا لپاره د نوي ډیلي د حکومت د هلوځلو په دوام ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 16, 2018 12:51 Asia/Kabul
  • هندوستان د ایران د چابهار بندر په پراختیا ټینګار وکړ

د هندوستان د خارجه وزارت ویاند د ایران د چابهار بندر د پراختیا لپاره د نوي ډیلي د حکومت د هلوځلو په دوام ټینګار وکړ.

د ایرنا د خبر له مخې راویش کمار پرون په نوي ډیلي کښې له خبریالانو سره په خپله اونیزه غونډه کښې وویل: د هندوستان حکومت افغانستان او مرکزي آسیا ته د یوې بدیلې لارې په توګه د ایران د چابهار بندر له پراختیا ملاتړ کوي.

هغه ټینګار وکړ چې نوی ډیلی به د چابهار بندر د بشپړې او موثرې عملیاتي کونې لپاره له ایران سره مرستې ته دوام ورکړي.

راویش کمار د چابهار بندر د پراختیا په طرحه کښې د ګډون لپاره چین او پاکستان ته د بلنې په لړ کښې د ایران د خارجه وزیر محمد جواد ظریف د څرګندونو په غبرګون کښې وویل: دا د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت حق دی چې په چابهار کښې د بیخ بینايي اسانتیاؤ په پراختیا کښې خپل انډیوالان غوره کړي.

هغه همداشان د چابهار بندر په عملیاتي کولو کښې د پام وړ پرمختګ ته په اشارې سره زیاته کړه: د ۲۰۱۷ کال له اکتوبر څخه د چابهار بندر له لارې افغانستان ته د غنمو د جوپو لیږل په کامیابه توګه ترسره شوي دي.

چابهار بندر د ایران، افغانستان او هندوستان ترمینځ یوه مهمه درې اړخیزه پروژه ګڼله کیږي.