دنوروز نیکمرغه اختر
دتهران دپښتو خپرونې اوانټرنیټي سایټ خوږو مینه والو د خپرونې په دې شیبوکې دنوروز دنیکمرغه اختر دشپو ورځو په مناسبت له ځانګړو پروګرامونو د لړۍ له ننني لومړني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو . هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ .
دوستانو دنوروز ورځ یعنی دنوي کال او دسپرلي لومړنۍ ورځ جشن لمانځل یوازې کوم کلنۍ جشن او دستور نه دی ،بلکې له یوه بل سره په پيوند کې د ټولنیزو کردارونو یوه لړۍ ده ، چې په ځان له سر نه ترسره کیږي او د نوروز په وخت ټول سره یو ځاي کیږي . نو په دې مناسبت مو درته له ایرانئ لیدتوګې راپورته شوي د نوروز دجشن دخورا مهمو ځانګړنو په باب په څلورومطلبونو مشتمله یوه لړۍ برابره کړې چې له تاسو خوږو مینه والو سره ئې شریکه کوو .
دوستانو نوروز اختر یا دنوروز جشن لمانځل دایرانیانو یو خورا مهم ویاړ دی چې د روښانه هیندارې په څير دایرانیانو لیدتوګه او دایرانیانو ملي هويّت ئې په تاریخ کې دنړیوالو نندارې ته وړاندې کړی او هماغه راز ځلیږي . نوروز ژوند ته د هیلې اواعتدال او دپوهې ځلا ده . د نوروز دستورې ، دهغو کسانو د خوشالۍ سمبول دی،چې په یوۀ پراخ جغرافیائي ټاټوبي کې په ډول ډولوالي او غوړیدا سره له شاوخوا چاپيریال سره په تعامل کې سوله اوپخلاینه ترلاسه کړې ده ا و تر زرګونو کلونو پورې ئې خپل کلتوري او ټولنیز ژوند ته دوام ورکړی .
نوروز، یوه هغه څوملیّتي دوسیه ده چې د ۱۳۸۸لمریز کال د کب دمیاشتې په څلورمه نیټه یعني د د ۲۰۱۰کال دفرورۍ په درویشتمه نیټه د یونیسکو موسسې په لیسټ کې د نړۍ دمیراث په توګه ثبت شوې ده . یوه داسې دوسیه چې له نفوسي پلوه دیوه ګډ میراص خورا ستره دوسیه حسابیږي . نوروز، دیوه ناملموس فرهنګي میراث په توګه په نړیواله سویه ثبت شوی دی . ناملموس فرهنګي میراث ،زیاتره په شفاهي بڼه له یوه نسله بل نسل ته منتقلیږي او لرونکي دې ته ، د خپل هویّت دیوې برخې په توګه فکر کوي . . دغه میراث ، دتاریخ په اوږدو کې او دوخت او ځاي ضرورتونو ته په ځواب کې ، پرله پسې او بیا بیا رابرسیره او لازیات ځلیږي او دغه بیا بیا ځلیدا او غوړیدا دهغه د ژوندي پاتیکیدا یوه نښه ده . ناملموس فرهنګي میرت ، یوه بله ځانګړنه هم لري ، چې د ملموس کلتوری میراث په اپوټه ، پوله له مینځه وړي او دکسانو ،ډلو ،قومونو اوملتونو ترمینځ غوړیږي او له یوه پراخ جغرافیائي ټاټوبي بلې پراخې جغرافیې ته واردیږي .
دوستانو ایران دهغې نقشې او مخینې له پلوه چې دبشریّت دتاریخ په راپنځیدو کې ئې لري ، دفرهنګ په حدود او جغرافیې کې دنړۍ یو خورا بډائ هیواد دی ، داسې کلتور چې دایران د ولس دژوند د کیفیّت په پیاوړي کولو او پراختیا کې رغنده او اوڅاره رول ئې لوبولی دی .
په ایرانئ لیدتوګې او په ایران کې د ولس په نړۍ لید پراخ تفکر کې هغه فرهنګ ( له جغرافیائي پولو ورتیر شوی ،) دتاریخ په اوږدو کې ئې بڼه موندلې او داسطورې، فلسفې او عرفان په چوکاټ کې راپنځیدلی او ظاهر شوی دی . که څه هم د دغه نړۍ لید نښې نښانې، له میلاده مخکې له زریزو راهسې او له هغې وروسته ، زمونږ دنیکونو په مخینو کې موجودې دي ، خو په هغو ډيرو زیاتو څانګو او پاڼو کې ئې تشخیص، چې د وخت تیریدا ور زیاته شي ، کوم آسان کار نه دی . له بده مرغه ، د دغه ډول فرعي څانګو او پاڼو د پيژندنې لپاره وخت په وخت هڅې ، د دغې لیدتوګې داصلی بڼې له درک او تحلیله لیرې کړي او د یوې بې نتیجې هڅې په لاره مو سَمَوي . هغه ایرانئ لیدتوګه چې په ډير مخکیني پړاؤ کې ئې بڼه موندلې، له اسلامه مخکې ئې بیلابیلو بدلونونه اوپړاؤنه تیر کړي او له اسلامه وروسته د ابوعلی سینا په څير د نابغه ؤ او د عطار ،ابوسعید ابوالخیر ، حلاج ، شمس او مولانا په څير دعارفانو دتفکر په څير په فلسفي لیدتوګو کې اوج ته رسیدلې ، او دایران د ولس په فرهنګ او کلتور کې پخپل ځاي پاتې ده .
دمثال په توګه ، دنوروز جشن ، که څه هم دایرانیانو ملي اختر دی ، خو په دیني کتابونو او اسلامی روایتونو کې ، د دین مخکښانو هم تائيد کړی او دیني کارپيژاندو، نوروز ، په ټولنې کې دمعنویّت دژورتیا لپاره یو پلیټ فارم اوزمینه بللې ده . حتی ځیني هغه دودونه ، چې اسلام پرې ټينګار کړی ،، دلیدوکاتو او دبزرګانو او مشرانو احترام ، له یوه بل سره مرسته کول او داسې نور ډير ټولینز کارونه ، په نوروز جشن کې لازیات رابرسیره شوي او دغه ملی دستورو او جشن ته ئې یوه دیني اواعتقادي بڼه ورپه برخه کړې ده.
نوروز جشن او دستورې له هغه حیثیته ورآخوا، چې د یوه جشن په توګه ئې لري ، دایرانۍ لیدتوګې خورا مهمې ځانګړنې هم لري ، داسې ځانګړنې ، چې د دغه کلنۍ دستورو دترسره کیدا خورا مهمې ستنې یادول کیدلی، او له بل پلوه ، دغه جشن ، دایرانۍ لیدتوګې د ځانګړنو دتل پاتیکیدا یو عامل ګڼل کیدلی شي .
ایران دیوې ټولنې په توګه ، پخپلې لیدتوګې کې له یوه اصلی مرکزه برخمن دی ، چې دهغه دهویّت دبیانولو اساسی عامل دی . په یوه بله معنا، ایرانی هویّت ، دهغو کسانو او ایرانۍ ټولنې د شتون دحقیقت یو ترکیب دی ، چې له دغې ټولنې ، ټاټوبي اوکلتور سره اړونده دی . هر یو ایرانی ، هغه که وغواړي او که نه ، یومخشص ملی ، قومي اوشخصي هویّت لري . او هغه څه ، چې ایرانۍ لیدتوګه نومول کیږي ، دهغه د باؤرونو اوفیصلو اصیله ستنې ده ، چې د ایران په هویّتي ، کلتوري او ټولینزو تعلیماتو او سمبولونو او نښو نښانو کې له ورایه ښکاري . یو مهم ټکی دا دی چې د لیدتوګې او باؤردغه اساس اوستنه ،، له هماغه پیله تر دې دمه یو حقیقت ثابت شوی دی . لکه یو مثال ئې دا چې د دوه مرحله اي پنځیدا موضوع چې په زاړو اسطورو کې شته ، شیخ اشراق په یوه بل ډول بیان کړې ده . هغه دفرښتو او انسانانو د راپنځیدو په بحثونو کې د انسان اوحقیقت (نورالانوار)ترمینځ دفرښتو د مینځګړیتوب توضیح ورکړی دی او په عرفاني خبرو سره ئې دپنځيدا موضوع ته پام کړی دی .
یوه بله موضوع چې دایرانۍ لیدتوګې په ارزونې کې باید ورته پام وشي ، داده چې ایرانۍ لیدتوګه ، یو داسې پلیټ فارم یا زمینه ده چې په دوامدارو دودونو سره ، دایران دټولنې بدلونونه رابرسیره کوي . داسې بدلونونه چې د ژوند په رودې، له ځان سره په تعامل ، له نورو سره په تعامل او له نړۍ سره په تعامل کې رامینځةشوي او په اوسنۍ زمانې کې د یوۀ ایراني ژوند ته بڼه ورکوي . که څه هم له مونږ زیاتره کسان دخپلو باؤرونو په ژورتیا کې دایرانۍ لیدتوګې او نړۍ لید له شتونه بې خبره یوو ، خو تقریبا مونږ ټول ورسره بلد شوي یوو او ورسره مخ یوو . د دغې لیدتوګې په تل پاتې شتون باور دی چې ، دانساني تمدن او لیدتوګې دپرمختګ په لاره کې غوره ځايګي ته په رسیدا کې د مونږ هیلې لازیاتوي . څرګنده ده ، په اوسنۍ نړۍ کې ، دمونږ دموقعیّت شرط ، د یوه خپلواکه فکري نظام په توګه د دغه نړۍ لید او د هغو د منلو په اصولی پيژندګلوۍ کې دی.
دایران د ولس او ایرانۍ ټولنې د لومړنۍ ځانګړنې په توګه ، باید ایرانیانو هغه شاعرانه خوي او خصلت ته اشاره وکړو، چې له ادبی پلوه نه ،بلکې نړۍ او هستۍ ته د لیدو له اړخه ، مهمه ده او د نوروز په چشنو او دستورو کې بشپړ ځلا لري .
د ټولنیز او شخصي ژوند په بیلابیلو پړاؤنو کې دایراني ژوند او د ایرانیانو چلندونو د ډول ډول اړخونو مطالعه ، دغه ټکی روښانه کوي ، چې له بیلابیلو موضوعګانو سره شاعرانه چلند او شاعرئ دایرانیانو پر حیات او لیدتوګې سیوری غوړولی دی او دهغوي له روح او باطن سره پياوړی پیوند لري . لکه څنګه چې ویاړمن ایرانیان د خپلو غوره او نبوغو ایرانیانو له فعال شتونه هم غافل نه دي ، یو داسې شتون چې نښې نښانې ېئ دهغوی د ژوند د کلنیو مناسبو البته په خورا مهمو اړخونو کې په تیره بیا د نوروز دجشن په دستورو کې لیدل کیږي .
که څه هم نوروز دایراني ولس له باؤرونو او دودونو سره پوښل شوی ، خو د مځکې پر مخ د د ټولو ملتونو د ژوند خورا مهم اړخ ، سره ډير نزدې پیوند لري ،یعني په طبیعّت او ژواک چاپيریال کې په ا وڅاره توګه له ورایه ښکاري .
د پسرلي په پیل کې راپنځیدا او زیږیدون ، دخاورو له مینځه د بوټو راټوکیدا او لویئدا او د طبیَعت دحیات نوي کیدا ته هیلې ساتل ، دطبیعَت دلیوال انسان لپاره د نوروز د جشن خورا مهمې ځانګړنې دي ، یو داسې جشن چې په هغه کې انسان خپل ځان له طیعَت سره غږمله کوي او له هغو سره دګډې پُخلاینې د ژوند لپاره خپلې ټولې هلې ځلې کاروي .
په زرګونو کلونو کې د طبیَعت ، او د انسان د پنځیدونکي ځاي درنښت او او حفاظت ، تل دایرانیانو لپاره یو سپيڅلي او ستره دنده ده ، او دنوروز دستورې او جشنونه ، چې عملا د نوي کال له رارسیدو یوه میاشت مخکې راهسې پیلیږي ، درست په دې چارې ټينګار کوي . دایرانۍ لیدتوګې دوهمه ځانګړنه ، له طبیَت سره ګډ ژوند او دژواک چاپيریال ساتنه ده چې د نورو د جشن په ترسره کولو کې د دغې لیدتوګې واقعي اهمیّت لیدل کیږي .
البته دایرانۍ لیدتوګې دریمه ځانګړنه چې نوروز په یوه جشن او یو موټي دستورې بدلوي ، له ځان سره ،له نورو سره دانسان پخلاینه او له نړۍ سره تعامل دی . نوروز دهر یو ه ایراني لپاره یو داسې ارزښتمند فرصت رامینځةکوي ، چې خپل باطن ته متوجه کیږي او خپلې باطني او بهرنۍ اړیکو اصلاح ته مخه کوي .
واقعیّت دادی ، په هغې اندازې سره چې مونږ له بهرنۍ نړۍ سره لاس او ګریوان کیږو، په ناغوښتي ډول له باطني نړۍ څخه غافل یوو ، ډير کسان دا وائي چې مګر امکان لري، چې انسان له ځان سره پخلا نشي ؟ ددې په ځواب کې باید ووئيل شی ، چې له مونږ ډير داسې شته چې پخپله له ځان سره پخلا نه یوو . پخلاینه ،یعني دا چې ، زه ، خپلو ټولو تیرو ټاکنو او فیصلو ته د احترام په سترګه ګورم او که تیروتنې مو هم کړې وي ، هغه ټوله منم او که دهغو له امله مو د ځان لپاره کوم درد او کړاؤ رامینځة کړی وي ، نو خپل ځان بخښم .
دځان بخښل او دنوي ژوند پیلول ، دایرانۍ لیدتوګې یوه خورا مهمه ځانګړنه ده چې د نورو دبخښنې په اندازه او له نورو انسانانو سره د پخلاینې هومرمه اهمیّت لري . نوروز له ځان، نړۍ او نړیوالو سره د پخلاینې او سولې لپاره یو مناسب فرصت دی او دغه ارزښتمند خوي او خصلت دایرانیانو له نړۍ لید او لیدتوګې راپورته شوی دی .
دوستانو په راتلونکو ورځو کې درسره دنوروز په جشن اودستورو کې له ایرانۍ لیدتوګې د دغې ځلا لازیات اړخونه ستاسو په خدمت کې وړاندط کړو،البته د ۱۳۹۷لمریز کال د رارسیدا په مناسبت یوځل بیا د مبارکۍ په وئيلو سره د ایران د یوه لوړپوړي او اتل شاعر حکیم ابولاقاسم فردوسي دڅو شعرونو په وړاندې کولو سره مو تر بل پروګرام پورې پورې په نیاؤمن خداي سپارو ، ا.... مو مل او ملګری .
میوزیک ** میوزیک زیر صدا..................
در این خاک زرخیز ایران زمین
نبودند جز مردمی پاک دین
همه دینشان مردی و داد بود
وزآن کشور آزاد و آباد بود
چو مهر و وفا بود وخود کیششان
گنه بود آزار کس پیششان
همه بنده ناب یزدان پاک
همه دل پر از مهر این آب وخاک
(سیماب)
*************************************************************************************************************************************************************