له ګاونډیانوسره داسلامی ایران دوستی سټراټژیکه ټاکنه ده
داسلامی ایران خارجه وزیر دایران او ګاونډیانو امنیت ، دملګروملتو په سندونو کې ګډو اصولو ته په پابندۍ مشتمل وبالۀ او روښانه ئې کړې ده ، پر حاکمیّت ، له زوره په استفادې له ګواښه په ډده کولو ، په سوله ایز ډول د شخړو په حل کولو ، دخپلو مځکنیو بشپړتیا باندې د هیوادونو واکمنۍ ته په احترام او دبرخلیک دټاکنې په حق او دنورو په چارو کې له ګوت وهنو په ډډه کولو اسلامی ایران تل ټینګار کړی دی .
ایرناخبری اژانس را پورورکړ داسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف د سورئې دوروستیو حالاتو د ارزونې په باب د ایران ،ترکیې او روسیې دولسمشرانو د دوهمې سرمشریزې په مناسبت دترکیې په :ینی شفق ، خپرونې کې دیوې مقابلې په خپرولو سره ، دمینځنی ختیځ امنیت یو بې درکه شوی شی بللی او لیکلی ئې دی ، مینځنی ختیخ په ډیر کم امنیت سره په یوې پراخې جغرافیې په بدلیدا دی .
دایران خارجه وزیر زیاته کړې په سیمې کې اغیزمن شیندونکی بهرنی قدرتونون تل د جنګ ټاکنه خوښه کړې ده او په سیمې کې ئې په پرله پسې جنګ غواړو بلاګانو سره د سولې دراپنځیدو او ټینګید ا لپاره هیڅ فرصت نه دی پریښی .
هغه په دې خبرې کولو سره چې ایران دښه ګاونډیتوب، ګډو ګټو اوامنیت دساتنې لپاره له درستو هیوادونو سره ملګرتیاته تیار دی ، وئیلی دی ، دسیمې هیوادونه دخپلو ملتونو اوراتلونکو نسلونو په وړاندې مسئول دی.
داسلامی ایران خارجه وزیر دایران او ګاونډیانو امنیت ، دملګروملتو په سندونو کې ګډو اصولو ته په پابندۍ مشتمل وبالۀ او روښانه ئې کړې ده ، پر حاکمیّت ، له زوره په استفادې له ګواښه په ډده کولو ، په سوله ایز ډول د شخړو په حل کولو ، دخپلو مځکنیو بشپړتیا باندې د هیوادونو واکمنۍ ته په احترام او دبرخلیک دټاکنې په حق او دنورو په چارو کې له ګوت وهنو په ډډه کولو اسلامی ایران تل ټینګار کړی دی .
ټاکل شوې ده داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی نن دسورئې د بدلونونو دارزونې او دایران ،ترکیې اوروسیې په سرمشریزې کې د آستانې دخبرواترو د بهیر دسپړلو په باب په غونډې کې د ګډون لپاره دترکې انقرې ته سفر وکړی .