له ګاونډیانوسره داسلامی ایران دوستی سټراټژیکه ټاکنه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i68420-له_ګاونډیانوسره_داسلامی_ایران_دوستی_سټراټژیکه_ټاکنه_ده
داسلامی ایران خارجه وزیر دایران او ګاونډیانو امنیت ، دملګروملتو په سندونو کې ګډو اصولو ته په پابندۍ مشتمل وبالۀ او روښانه ئې کړې ده ، پر حاکمیّت ، له زوره په استفادې له ګواښه په ډده کولو ، په سوله ایز ډول د شخړو په حل کولو ، دخپلو مځکنیو بشپړتیا باندې د هیوادونو واکمنۍ ته په احترام او دبرخلیک دټاکنې په حق او دنورو په چارو کې له ګوت وهنو په ډډه کولو اسلامی ایران تل ټینګار کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 03, 2018 00:33 Asia/Kabul
  •  له ګاونډیانوسره داسلامی ایران دوستی سټراټژیکه ټاکنه ده

داسلامی ایران خارجه وزیر دایران او ګاونډیانو امنیت ، دملګروملتو په سندونو کې ګډو اصولو ته په پابندۍ مشتمل وبالۀ او روښانه ئې کړې ده ، پر حاکمیّت ، له زوره په استفادې له ګواښه په ډده کولو ، په سوله ایز ډول د شخړو په حل کولو ، دخپلو مځکنیو بشپړتیا باندې د هیوادونو واکمنۍ ته په احترام او دبرخلیک دټاکنې په حق او دنورو په چارو کې له ګوت وهنو په ډډه کولو اسلامی ایران تل ټینګار کړی دی .

 ایرناخبری اژانس را پورورکړ  داسلامی ایران  خارجه وزیر محمد جواد ظریف  د  سورئې  دوروستیو حالاتو د ارزونې په باب د  ایران ،ترکیې او روسیې  دولسمشرانو  د  دوهمې سرمشریزې  په مناسبت    دترکیې  په :ینی شفق ، خپرونې کې  دیوې مقابلې په خپرولو سره ، دمینځنی ختیځ  امنیت  یو بې درکه شوی شی  بللی او لیکلی ئې دی ، مینځنی ختیخ  په  ډیر کم امنیت سره  په یوې پراخې جغرافیې  په بدلیدا دی .

 دایران خارجه وزیر زیاته کړې   په سیمې کې اغیزمن شیندونکی بهرنی  قدرتونون تل   د جنګ ټاکنه خوښه کړې ده او  په سیمې کې  ئې په پرله پسې جنګ غواړو بلاګانو سره  د سولې  دراپنځیدو او ټینګید ا لپاره هیڅ فرصت  نه دی پریښی .

 هغه په  دې خبرې کولو سره چې  ایران  دښه ګاونډیتوب،  ګډو  ګټو اوامنیت  دساتنې لپاره له درستو هیوادونو  سره  ملګرتیاته  تیار دی ، وئیلی دی ، دسیمې  هیوادونه  دخپلو ملتونو اوراتلونکو نسلونو  په وړاندې مسئول دی.

      داسلامی ایران  خارجه وزیر   دایران او ګاونډیانو امنیت ، دملګروملتو په سندونو کې  ګډو اصولو ته  په پابندۍ مشتمل  وبالۀ  او روښانه ئې کړې ده ،  پر حاکمیّت ،   له زوره  په استفادې  له ګواښه په ډده کولو ،  په سوله ایز ډول د شخړو په حل کولو ،  دخپلو مځکنیو بشپړتیا باندې د هیوادونو واکمنۍ ته په احترام  او  دبرخلیک دټاکنې په حق او دنورو په چارو کې  له ګوت وهنو په ډډه کولو  اسلامی ایران تل ټینګار کړی دی .

ټاکل شوې ده داسلامی ایران  ولسمشر  حسن روحانی  نن  دسورئې د بدلونونو دارزونې او  دایران ،ترکیې اوروسیې  په سرمشریزې کې د  آستانې  دخبرواترو د بهیر   دسپړلو  په باب  په غونډې کې د ګډون لپاره دترکې انقرې ته سفر وکړی .