دجامعې ایټمی موافقې دکمزوری کیدا مخنیوی دنړیوالې ټولنې دنده ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i68422-دجامعې_ایټمی_موافقې_دکمزوری_کیدا_مخنیوی_دنړیوالې_ټولنې_دنده_ده
غلام علی خوشرو دایټمی وسلو دختمولو دموضوع به باب هم په دې زمینې کې خبرداری ورکونو دوو بهیرونو، یعنی ، دهیوادونو په وسیله دایټمی وسلو ماډرنولو او هم دهغو په لرونکو کې د ایټمی وسلو د نوی سیالۍ پیلیدا ته په اشارې سره ووئیل ،پر نړیوالې سولې اوامنیت د دغو بهیرونو د ورانکارو اغیزو دمخنیوی لپاره دې کوټلی اقدامات وشی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 03, 2018 00:47 Asia/Kabul
  • دجامعې ایټمی موافقې دکمزوری کیدا مخنیوی دنړیوالې ټولنې دنده ده

غلام علی خوشرو دایټمی وسلو دختمولو دموضوع به باب هم په دې زمینې کې خبرداری ورکونو دوو بهیرونو، یعنی ، دهیوادونو په وسیله دایټمی وسلو ماډرنولو او هم دهغو په لرونکو کې د ایټمی وسلو د نوی سیالۍ پیلیدا ته په اشارې سره ووئیل ،پر نړیوالې سولې اوامنیت د دغو بهیرونو د ورانکارو اغیزو دمخنیوی لپاره دې کوټلی اقدامات وشی .

 ایرناخبری آژانس راپور ورکړی و  په ملګروملتو کې داسلامی ایران  دایمی استازی غلام علی خوشرو  بیګا  په نیویارک کې د وسلو دختمولو  دکمیشن  د  ۲۰۱۸کال په غونډې کې  ددې خبرې په کولو سره چې   دایټمی  انرژۍ  د نړیوال آژانس   دمشر پرله پسې لس راپورونه تائیدوی چې   ایران   جامعې ایټمی موافقې ته  خپلې ایټمی ژمنتیاوې په بشپړ ډول ترسره کړی دی ،  ووئیل ،  جامعه ایټمی موافقه   یو طرفه  سړک نه دی ، او  نور غړی ئې هم  باید پخپلو ژمنو عمل وکړی .

 خوشرو  دغه راز   دجامعې ایټمی موافقې   داجرا  په ارتباط  دامریکا غیر مسئولانه او  ورانکار اقداماتو ، سیاستونو او  کړنو ته په اشارې سره  دا،   په جامعې ایټمی موافقې کې   د دغه هیواد  د ژمنتیاؤ  دخلاف ورزیو  په توګه یادې کړې او  له نړیوالې ټولنې ئې وغوښتل  پرې نه ږدی ، امریکا  جامعه ایټمی موافقه کمزوری  کړی .

  غلام  علی خوشرو  دایټمی  وسلو دختمولو  دموضوع به باب هم  په دې زمینې کې  خبرداری ورکونو دوو بهیرونو، یعنی ،  دهیوادونو  په وسیله  دایټمی وسلو  ماډرنولو  او هم  دهغو په لرونکو کې  د  ایټمی وسلو  د نوی سیالۍ  پیلیدا ته په اشارې سره  ووئیل ،پر نړیوالې سولې  اوامنیت د دغو  بهیرونو د ورانکارو  اغیزو  دمخنیوی لپاره دې کوټلی اقدامات وشی .

  په ملګروملتو کې دایران  استازی  همداراز  دې ته په اشارې سره چې  دصهونیسټ رژیم  دجنګ غواړو سیاستونو په دلیل  د دغه شان سیمې   رامینځةکیدا تر  دې دمه محققه شوې نه ده ،  زیاته کړې ،  این پی ټی تړون سره  دیوځای کیدا لپاره  د دغه رژیم مجبورول  او  دایټمی  انرژۍ  د نړیوال آژانس  د جامع پروګرام  یا سیف ګارډز  تر نظر لاندې ئې  د درستو تاسیساتو اوفعالیتونو  وروستل، باید  د وسلو د ختمولو دکمیشن   یوه خورا اصلی سپارښتنه  شی .

  ټاکل شوې ده دوسلودختمولو  دکمیشن کلنۍناسته  تر درواونیو پورې په نیویار کې دوام وکړی.