دجامعې ایټمی موافقې دکمزوری کیدا مخنیوی دنړیوالې ټولنې دنده ده
غلام علی خوشرو دایټمی وسلو دختمولو دموضوع به باب هم په دې زمینې کې خبرداری ورکونو دوو بهیرونو، یعنی ، دهیوادونو په وسیله دایټمی وسلو ماډرنولو او هم دهغو په لرونکو کې د ایټمی وسلو د نوی سیالۍ پیلیدا ته په اشارې سره ووئیل ،پر نړیوالې سولې اوامنیت د دغو بهیرونو د ورانکارو اغیزو دمخنیوی لپاره دې کوټلی اقدامات وشی .
ایرناخبری آژانس راپور ورکړی و په ملګروملتو کې داسلامی ایران دایمی استازی غلام علی خوشرو بیګا په نیویارک کې د وسلو دختمولو دکمیشن د ۲۰۱۸کال په غونډې کې ددې خبرې په کولو سره چې دایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس دمشر پرله پسې لس راپورونه تائیدوی چې ایران جامعې ایټمی موافقې ته خپلې ایټمی ژمنتیاوې په بشپړ ډول ترسره کړی دی ، ووئیل ، جامعه ایټمی موافقه یو طرفه سړک نه دی ، او نور غړی ئې هم باید پخپلو ژمنو عمل وکړی .
خوشرو دغه راز دجامعې ایټمی موافقې داجرا په ارتباط دامریکا غیر مسئولانه او ورانکار اقداماتو ، سیاستونو او کړنو ته په اشارې سره دا، په جامعې ایټمی موافقې کې د دغه هیواد د ژمنتیاؤ دخلاف ورزیو په توګه یادې کړې او له نړیوالې ټولنې ئې وغوښتل پرې نه ږدی ، امریکا جامعه ایټمی موافقه کمزوری کړی .
غلام علی خوشرو دایټمی وسلو دختمولو دموضوع به باب هم په دې زمینې کې خبرداری ورکونو دوو بهیرونو، یعنی ، دهیوادونو په وسیله دایټمی وسلو ماډرنولو او هم دهغو په لرونکو کې د ایټمی وسلو د نوی سیالۍ پیلیدا ته په اشارې سره ووئیل ،پر نړیوالې سولې اوامنیت د دغو بهیرونو د ورانکارو اغیزو دمخنیوی لپاره دې کوټلی اقدامات وشی .
په ملګروملتو کې دایران استازی همداراز دې ته په اشارې سره چې دصهونیسټ رژیم دجنګ غواړو سیاستونو په دلیل د دغه شان سیمې رامینځةکیدا تر دې دمه محققه شوې نه ده ، زیاته کړې ، این پی ټی تړون سره دیوځای کیدا لپاره د دغه رژیم مجبورول او دایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس د جامع پروګرام یا سیف ګارډز تر نظر لاندې ئې د درستو تاسیساتو اوفعالیتونو وروستل، باید د وسلو د ختمولو دکمیشن یوه خورا اصلی سپارښتنه شی .
ټاکل شوې ده دوسلودختمولو دکمیشن کلنۍناسته تر درواونیو پورې په نیویار کې دوام وکړی.