دښمنان داسلامی ایران دقدرتمنیدا له امله لالهانده شوي
داسلامی انقلاب معظم لارښود او د دایران د درستو قواؤ کمانډرانیچیف حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای پرون ناوخته د وسلوال ځواک له لوړروتبه قوماندانانو سره په کتنې کې د رجب دمبارکې میاشتې د ځانګړو عبادتونو په مناسبت دمبارکۍ په وئیلو سره وفرمائیل ، درجب ،شعبات او رمضان مبارکې میاشتې د خپلو مبارکو او غوره شپوورځو په دلیل د خدای د صالحو بندګانو لپاره اختر دی او باید له دغو برکته ډکو میاشتو لازیاته معنوی استفاده وشی .
دوی همداراز اقتدار ،امنیت ،عزت او کافی توانمنی دضرورت په وخت کې د وسلوال ځواک اصلی موخې وبللې او د وسلوال ځواک کې ئې د جانشین پالنې په ضرورت په ټینګار سره ووئیل ، په وسلوال ځواک کې دترسره شوو فعالیتونو اواقداماتو نتیجه باید د ټاکل شوو موخو دتامین لپاره وی . دوی همداشان اوسنی پړاؤ د ایران د اسلامی جمهوریت د عزت پړاؤ وباله او ټینګار یې وکړ: د اسلامی نظام خلاف د دښمنانو د روانو بې مخینو یرغلونو وجه، د دغه اسلامی نظام ورځ په ورځ زیاتیدونکی قدرت دی ځکه چې دښمنانو له دې مخ په ودې قدرته د خطر احساس کړی او خپلې حملې یې زیاتې کړې دی.
حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای زیاته کړه: له ټولو دسیسو سره سره او د دښمنانو دسترګو په ړندیدو سره ، د اسلامی نظام قدرت مخ په زیاتیدو دی.
د ایران د درستو قواؤ د کمانډر اینچیف له وینا مخکې د وسلوال پوځ لوی درستیز جنرال محمد باقری په تیر کال کې د وسلوال ځواک د فعالیتونو اوبریاؤ په باب هم یو مفصل راپور ورړاندې کړ او وې وئیل ، په نوی لمریز کال کې موخو ته درسیدا لپاره له مجاهدته ډکو هلوځلو اوخوځښتونو ته ژمن یوو .