د ټرمپ ستره ماتې
د تهران راډیو د پارس ټوډی سایټ ګرانو لوستونکو السلام علیکم!
نن سبا ټوله نړۍ له ایران سره په جګړه کښې د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ شرمناکه ماتې ویني. په دې لیکنه کښې غواړو چې د ایران خلاف جنګ کښې د ډونلډ ټرمپ د ماتې مختلف اړخونه وجاجوو، هیله ده چې د خوښې او استفادې وړ مو وګرځي.
*******************************************
ټرمپ فکر هم نه کوه چې په ایران باندې تیری به یې داسې له نابودۍ سره مخامخ کړي، هغه به خپلو خام خیالیو سره فکر کوه چې د ایران د خاورې خلاف د خپل تیري په هم هغو اولو ساعتونو کښې به د ایران حکومت او ولس تسلیم شي او د میدان د ګټونکي لقب به ترلاسه کړي خو هغه څه چې رامینځته شول، د ډونلډ د خوبونو او خیالونو بیخي اپوټه وو.
راځئ چې هغه موارد وجاجوو چې ټرمپ ورته په ایران باندې د تیري له پیلیدو مخکښې پاملرنه نه وه کړې.
په سر کښې به د ایران له خوا د هرمز تنګي بندیدو ته پام وکړو. امریکايي سرچینو ویلي دي چې د دغه هیواد جګپوړو چارواکو په ایران باندې له تیري مخکښې ټرمپ ته خبرداری ورکړی و چې دا جنګ د هرمز تنګي د بندیدو لامل ګرځیدې شي خو د امریکې ولسمشر د دغه خبرداري په غبرګون کښې ویلي وو چې ایران به دغې مرحلې ته له رسیدو مخکښې تسلیم شي.
خو د جنګ په میدان کښې څه رامینځته شول؟
د جنګ په میدان کښې ایران نه یوازې تسلیم نه شو بلکې به اقتدار سره یې د هرمز اوبلاره هم بنده کړه او معلومه شوه چې په دې لړ کښې د ټرمپ محاسبات تش خام خیالونه وو.
د هرمز تنګی د ایران تر بشپړ کنټرول لاندې راغی او د ایران له اجازې پرته هیڅ کشتۍ، له دغې مهمې اوبلارې نه شي تیریدی. د هرمز تنګي په بندیدو سره د تیلو بیه هم مخ په زیاتیدو شوې او دا څیز د امریکې او د هغې د شریکانو لپاره په یو ستر ویروونکي خوب بدله شوه.
«د ایران نه تسلیمیدل» هغه دویمه موضوع ده چې ټرمپ ورته د جنګ له پیلولو مخکښې بام نه و کړی. هغه فکر کوه چې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي او د ایران د یوه ډله جګبوړو چارواکو په شهیدولو سره به د ایران حکومتي جوړښت له بحران سره مخ او ړنګ شي خو د ډونلډ ټرمپ د دغه کچه خیال په وړاندې د ایرانیانو پرتمین اقتدار او میړانه راڅرګنده شوه.
د امریکې د ولسمشر د تمې اپوټه، د ایران په سیاسي ډګر او واکمنۍ کښې هیڅ خلل رامینځته نه شو او د ایران ټول سیاسي چارواکي په پوره طاقت او قوت سره په میدان کښې موجود دي او په ډیره غوره طریقه، به مختلفو سویو د جنګ پایلې مدیریت کوي.
پر متقتدارنه شتون سربیره، د ایران د سیاسي او اجرايي مسئولانو تګلاره او د پوځي او دفاعي برخې صحیح مدیریت چې د دښمن له سختو بریدونو سره مخامخ شوي او په دغو حملو کښې د ایران یوشمیر جګپوړي قومندانان شهیدان شوي وو، نه یوازې کمزوری نه شو بلکې سمدستي یرغلیزې مرحلې ته ورسید او په دښمن یې سیمه ایز جنګ وروتپه.
ټرمپ چې د ایران له خوا یې د داسې غبرګون تمه نه درلوده او فکر یې نه کوه چې د ایران پوځي او دفاعي توان یې داسې د سپکاوي لامل شي، ځان یې په جنګ کښې د بریا په شان د پوچو نظرڅرګندونو او دروغجنو څرګندونو شاته پټ کړ.
په دې منځومان کښې د ایران له پوځي قدرت څخه د خوړلو ګوزارونو د سانسورولو لپاره د امریکې او د جعلي صهیونیسټي رژیم هلې ځلې هم د پام وړ دي. هغوي هڅه کوله چې په سخت سانسور سره په دې جنګ کښې د ایران له پوځي قدرته خوړلي ګوزارونه او د ایرانیانو میړانه او بریاوې پټې کړي خو کامیاب نه شول ځکه چې د دغو ګوزارونو اندازه دومره زیاته او سخته وه چې هغوي یې د پټولو توان نه درلود.
قدرمنو اوریدونکو CNN آمریکایي چینل په یوه لیکنه کښې له ایران سره په جنګ کښې د امریکې د ماتې وجوهات بیان کړي دي نو غواړو چې د پروګرام په دې برخه کښې ورته پام وکړو.
د سي این این چینل په تحلیلي متن کښې راغلي، له ایران سره په جنګ کښې د امریکې د ماتې اووه دلیلونه جاجوو.
په دغې تبصرې کښې د امریکې د ماتې لومړۍ وجه، د جنګ د حقیقت پیچلتیاوې بلل شوې دي چې د جنګ بهیر او د هغه سیمه ایزې او نړیوالې پایلې د ټرمپ له کنټروله وتلې دي.
دویم دلیل، د هرمز اوبلارې د بندولو په هکله د ایران فیصله بلل شوې چې په نړیوالو سویه د تیلو او سونګو د قیمت د سخت زیاتوالي لامل شوې او دې ټکي ته هم اشاره شوې چې د دغه تنګي خلاصول، اسان کار نه دی.
دریمه وجه، د ایران د رسمي ارګانونو د فعالیت او کار دوام دی چې د ایران د سقوط او ړنګیدو په هکله د امریکې محاسبات یې له ماتې سره مخامخ کړل. همداشان د ایران د اسلامي انقلاب د نوي رهبر په توګه د آیت الله سید مجتبی خامنه اي انتخاب، د ټرمپ پلانونه په اوبو لاهو کړل.
د جنګ په ختمولو کښې د واشنګټن ناتواني، له ایران سره په جنګ کښې د ټرمپ د ماتې څلورمه وجه بیان شوې ده او پنځم دلیل، د ایران ایټمي دوسیې ته اشاده لري چې قایمه پاتې ده او تهران لاهم په لوړې غنا سره د یورانیمو زیرمې لري.
او شپږمه وجه، د ایران خلاف د خلکو د راپورته کیدو د پلان ماتې ده. ټرمپ فکر هم نه کوه چې د ایران خلک به داسې د خپل وطن او د ایران د جمهوري اسلامي نظام دفاع وکړي.
د امریکې په کورني ډګر کښې له جنګ څخه رامینځته شوې شخړې، د سي این این په تحلیلي متن کښې له ایران سره په جګړه کښې د ټرمپ د ماتې د اووم دلیل په توګه مطرح شوي دي.
په دغو بیان شویو دلایلو کښې غواړو چې د شپږمې وجې یعنې د ایران خلاف د خلکو د نه راپورته کیدو په هکله لاډیر وغږیږو او د پروګرام دا وروستۍ شیبې، دغې موضوع ته ځانګړې کړو.
له وطنه په دفاع او د دښمنانو په وړاندې به اودریدو کښې د ایرانیانو پياوړې اراده او ایمان، هغه مهم لامل دی چې ټرمپ یې په خپلو محاسباتو کښې، د نورو مواردو په شان په کله فکر نه و کړی.
د اسلامي انقلاب شهید رهبر د ایران د ولس په هکله فرمایلي وو: دا ولس ویښ او بیدار دی. دا ولس په خپل ایمان پابند دی. د خدای په فضل د دې ولس روده او حرکت او پرمختګ، د دښمنانو له شننو ډیر لوړ دی. مونږ د دښمنانو په شننو کښې وینو چې، د دې هیواد د حقیقتونو او پوهې په هکله څومره په غلطه او تیروتنه کښې دي. نو بس هم هغه غلطې شننې او فیصلې هغوي ته ډیکټی کوي او غلطې فیصلې ورباندې بیا ماتې ورتپي. په دې وجه پرله پسې ماتې خوري ځکه چې د ایران ولس، هیواد او انقلاب، نه پیژني. متعال خدای غواړي چې د ایران بیرغ تل لوړ او په رپا پاتې شي او دین یې عزت پیدا کړي، ځکه چې مومنانو په دې دین ملا تړلې ده.
لکه څنګه چې د انقلاب شهید رهبر وفرمایل: د ایران د ولس په هکله د دښمنانو غلطې شننې او پریکړې، هغوي ته ماتې ورکوي.
ټرمپ په خپلو غلطو شننو او فیصلو سره د یو داسې ولس خلاف خپل تیری پیل کړ چې میړانه، باتوري او اقتدار یې په ټول تاریخ کښې مشهور دی.
د ایران شریف خلک په اقتدار سره د خپلو وطن د ساتنې او دفاع لپاره د ټرمپ او د هغه د ټولو سپیرو پلانونو په وړاندې اودریدل او دا ډول، د امریکې ولسمشر له ایران سره په جګړه کښې ډیره ستره ماتې وخوړله.
اوس ټرمپ د ایران خلاف د جنګ ترټولو ستر بایلونکی دی. داسې بایلونکی چې ټوله نړۍ یې د ماتې تماشه کوي.
*/*/*
د تهران رادیو قدرمنو اوریدونکو هیله ده چې دا لیکنه مو د پام او خوښې وړ ګرځیدلی وي.