دښمنان داسلامی ایران دقدرتمنیدا له امله لالهانده شوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i68800-دښمنان_داسلامی_ایران_دقدرتمنیدا_له_امله_لالهانده_شوي
داسلامی انقلاب معظم لارښود او د دایران د درستو قواؤ کمانډرانیچیف حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای پرون ناوخته د وسلوال ځواک له لوړروتبه قوماندانانو سره په کتنې کې د رجب دمبارکې میاشتې د ځانګړو عبادتونو په مناسبت دمبارکۍ په وئیلو سره وفرمائیل ، درجب ،شعبات او رمضان مبارکې میاشتې د خپلو مبارکو او غوره شپوورځو په دلیل د خدای د صالحو بندګانو لپاره اختر دی او باید له دغو برکته ډکو میاشتو لازیاته معنوی استفاده وشی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 09, 2018 00:25 Asia/Kabul
  •  دښمنان داسلامی ایران دقدرتمنیدا له امله لالهانده شوي

داسلامی انقلاب معظم لارښود او د دایران د درستو قواؤ کمانډرانیچیف حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای پرون ناوخته د وسلوال ځواک له لوړروتبه قوماندانانو سره په کتنې کې د رجب دمبارکې میاشتې د ځانګړو عبادتونو په مناسبت دمبارکۍ په وئیلو سره وفرمائیل ، درجب ،شعبات او رمضان مبارکې میاشتې د خپلو مبارکو او غوره شپوورځو په دلیل د خدای د صالحو بندګانو لپاره اختر دی او باید له دغو برکته ډکو میاشتو لازیاته معنوی استفاده وشی .

 دوی همداراز  اقتدار ،امنیت ،عزت او کافی توانمنی  دضرورت په وخت کې د  وسلوال ځواک   اصلی موخې وبللې او  د وسلوال ځواک  کې ئې  د  جانشین پالنې   په ضرورت  په ټینګار سره  ووئیل ،   په وسلوال ځواک  کې   دترسره شوو فعالیتونو اواقداماتو نتیجه  باید د ټاکل شوو موخو دتامین لپاره  وی . دوی همداشان اوسنی پړاؤ د ایران د اسلامی جمهوریت د عزت پړاؤ وباله او ټینګار یې وکړ: د اسلامی نظام خلاف د دښمنانو د  روانو بې مخینو یرغلونو وجه، د دغه اسلامی نظام ورځ په ورځ زیاتیدونکی قدرت دی ځکه چې دښمنانو له دې مخ په ودې قدرته د خطر احساس کړی او خپلې حملې یې زیاتې کړې دی.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای زیاته کړه: له ټولو دسیسو سره سره او د دښمنانو دسترګو په ړندیدو سره ، د اسلامی نظام قدرت مخ په زیاتیدو دی. 

 د ایران د درستو قواؤ د کمانډر اینچیف  له وینا  مخکې د  وسلوال  پوځ  لوی درستیز  جنرال  محمد باقری    په تیر کال کې د وسلوال ځواک د فعالیتونو اوبریاؤ په باب هم یو مفصل راپور ورړاندې کړ او وې وئیل ،  په نوی لمریز کال کې  موخو ته درسیدا لپاره    له مجاهدته  ډکو هلوځلو اوخوځښتونو ته ژمن  یوو .