فرانسه دې د سعودي ولیعهد په ادعاو نه غولیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i69090-فرانسه_دې_د_سعودي_ولیعهد_په_ادعاو_نه_غولیږي
د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: فرانسوي چارواکي دې د بې تجربې او جنګ جوړونکي سعودي ولیعهد د ادعاؤ او بلاغوښتنو تر اغیز لاندې را نه شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 13, 2018 03:57 Asia/Kabul
  • فرانسه دې د سعودي ولیعهد په ادعاو نه غولیږي

د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: فرانسوي چارواکي دې د بې تجربې او جنګ جوړونکي سعودي ولیعهد د ادعاؤ او بلاغوښتنو تر اغیز لاندې را نه شي.

بهرام قاسمي پرون مازیګر د فرانسې او عربستان د ګډې بیانیې د یوې برخې په غبرګون کښې چې پاریس ته د محمد بن سلمان د سفر په پاې کښې صادره شوه او پکښې د ایران خلاف یولړ تورونه مطرح شوي دي، وویل: د ۵+۱ ډلې د یو غړي په توګه له فرانسې تمه نه کیږي د عربستان چې تل د ایټمي موافقې خلاف اقدامات کوي، د تکراري او دروغو تورونو او القائاتو تر تاثیر لاندې راشي.

د ایران د خارجه وزارت ویاند زیاته کړه: د فرانسې او عربستان په ګډه بیانیه کښې د مطرح شویو ادعاؤ په اپوټه ایران تل د سیمې د هیوادونو د امنیت او ثبات او له ترهګرو ډلو او ترهګرۍ سره د مبارزې په لاره کښې ګام پورته کړی او لویدیځې آسیا ته د ارامښت او امنیت د ستنیدو یوازنی لاره د دغې سیمې د هیوادونو ترمینځ خبرې اترې ګڼي.

قاسمي په دې خبرې سره چې د ایران میزایل پروګرام یوازې کورنۍ موضوع نه ده، هم وویل: د فرانسې چارواکي احتمالاً پوهیږي چې د ایران توغندوي پروګرام دفاعي دی او د هیڅ هیواد د امنیت او ګټو خلاف نه دی.

د ایران د خارجه وزارت ویاند همداشان د سیمې ځینو هیوادونو او ډلو ته د ایران لخوا د وسلو د لیږد په هکله د فرانسې او عربستان په ګډه بیانیه کښې مطرح شوې ادعا رد کړه.

بهرام قاسمي څرګنده کړه: فرانسوي چارواکي دې د خپلو خلکو غوښتنې ته په پام سره عربستان ته د وسلو د صادرولو لپاره چې د یمن بیګناه خلک پرې وژني، په خپلو سیاستونو کښې بیاکتنه وکړي.