سترقدرتونه له ترهه ګروډلوهماغه رازآوزاری استفاده کوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i69402-سترقدرتونه_له_ترهه_ګروډلوهماغه_رازآوزاری_استفاده_کوی
داسلامی ایران ولسمشر همداراز د دې خبرې په کولو سره چې دایران وسلوال ځواک دسیمې په امنیت اوثبات کې اساسی رول درلودلی ، ټینګار وکړ ؛ اسلامی ایران دروا قدرت په سیوری کې دسیمې دهیوادونو دسولې چغو ته مثبت ځواب ورکوی ،ځکه ایران یو لوی هیواد دی او ستر او میړنی ملت لری او د نورو هیوادونو ټاټوبو ته دتمه دارو سترګو غړولو کوم ضرورت هم نه لری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 18, 2018 07:41 Asia/Kabul
  • سترقدرتونه له ترهه ګروډلوهماغه رازآوزاری استفاده کوی

داسلامی ایران ولسمشر همداراز د دې خبرې په کولو سره چې دایران وسلوال ځواک دسیمې په امنیت اوثبات کې اساسی رول درلودلی ، ټینګار وکړ ؛ اسلامی ایران دروا قدرت په سیوری کې دسیمې دهیوادونو دسولې چغو ته مثبت ځواب ورکوی ،ځکه ایران یو لوی هیواد دی او ستر او میړنی ملت لری او د نورو هیوادونو ټاټوبو ته دتمه دارو سترګو غړولو کوم ضرورت هم نه لری .

زمونږخبریال راپور راکړ دایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر حسن روحاانی نن  د حضرت امام خمینی  د حرم په شاوخوا کې د اسلامی ایران دپوځ  د ورځې په  مناسبت په ولولناکو دستورو کې پخپلې وینا کې  روښانه کړې ،  بهرنی هیوادونه  د درستو نړیوالو قوانینو په خلاف ورزۍ سره  دسیمې په چارو کې  ګوتې وهی او  دنړیوالو قوانینو او  ملګروملتو  دمنشور په خلاف  پر هیوادونو خپل سری تیری کوی .

  ډاکټر روحانی  همداراز په دې خبرې په ټینګار سره چې  دایران په  شاوخوا  سیمو او لویدیځی آسیا کې تیریګرو هیوادونو ځالې جوړې کړی دی   او ناروا شتون لری ،په ډاګه کړه ،  په دغه شان سیمې کې  ستر قدرتونه  له ترهه ګرو ډلو  آوزاری  استفاده کوی .

 داسلامی ایران  ولسمشر  د پوځ  دنده   داسلامی ایران دنظام او د هیواد دخپلواکۍ او  د مځکنۍ بشپړتیا ساتل وبلل   اوا زیاته ئې کړه ،ایران  دفاعی  قدرت او وسلو ته اړتیا  لری څو  دسترو قدرتونو د دسیسو په وړاندې  مقاومت وکړی او  ترهه ګرو ته اجازت ورنکړی چې    ایران ته تمه دارې  او سپیرې سترګې وغړوی .

 ډاکټر روحانی  ددې خبرې په کولو سره چې  په سیمې کې دایران  سیاست  دسیمې له هیوادونو سره  ښه ګاونډیتوب ته داحترام په سترګه کتل  دی ،ووئیل ؛  دسیمې  هیوادونه هم باید په سیمې کې   دیوه ناروا رژیم او یا  دسترو قدرتونو له خوا  دقدرت او امنیت په اخستو پسې نشی .

  هغه په دې خبرې په ټینګار سره چې   ایران  به  هرهغه وسلۀ  چې  ورته اړتیا ولری ، تولید او برابره کړی   او  دسترو قدرتونو د پخلاکیدا او دمثبت نظر په تمه هم  نه  کیږی ، خبرداری ورکړ؛ ستر قدرتونه دې   سیمه له بارودو نه ډکوی  او د سیمې له هیوادونو سره دې د تجارتی تمو په توګه  چلند نه کوی ا و دخپلو وسلو کارخانې دې نه  پراخوی . 