داسلامی ایران دپوځ دتوانمنیوزیاتول اوپرمختګ د وخت ضرورت دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i69696-داسلامی_ایران_دپوځ_دتوانمنیوزیاتول_اوپرمختګ_د_وخت_ضرورت_دی
داسلامی انقلاب معظم لارښود دپوځ ځوانانوته په خطاب کې وفرمائیل ؛ له تاسو خوږو ځوانانو غواړم ، خپل ټول نوښتونه ،زیارونه ، هلې ځلې او ظرفیّتونه د اسلامی ایران دپوځ د پرمختګ او لوړاوی لپاره وکاروئ
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 22, 2018 15:15 Asia/Kabul
  • داسلامی ایران دپوځ دتوانمنیوزیاتول اوپرمختګ د وخت ضرورت دی

داسلامی انقلاب معظم لارښود دپوځ ځوانانوته په خطاب کې وفرمائیل ؛ له تاسو خوږو ځوانانو غواړم ، خپل ټول نوښتونه ،زیارونه ، هلې ځلې او ظرفیّتونه د اسلامی ایران دپوځ د پرمختګ او لوړاوی لپاره وکاروئ

داسلامی انقلاب معظم لارښود او د درستوقواؤکمانډرانچیف حضرت آیت ا... العظمی سیدعلی خامنه ای نن دایران داسلامی جمهوریت دپوځ  د مځکنی ځواک له یوشمیر قوماندانانو سره په کتنې کې وفرمائیل له؛ پرمختګونه  بایددوام وکړی ، څو  راتلونکی پوځ   له نننی پوځه  لاپیاوړی ، لازیارکښ، او لازیات انقلابی وی . . 

 په دغې کتنې کې   چې  د اسلامی ایران دپوځ او مځکنی ځواک  دورځې په مناسبت ترسره شوی ،  داسلامی انقلاب معظم لارښود  دپوځ ځوانانوته  په خطاب کې وفرمائیل ؛  له تاسو خوږو ځوانانو  غواړم ،  خپل ټول   نوښتونه ،زیارونه ، هلې ځلې  او ظرفیّتونه   د اسلامی ایران دپوځ د پرمختګ او لوړاوی لپاره وکاروئ 

  دایران ددرستو قواؤ کمانډرانچیف  همداراز  د ایران دپوځ  دلوی درستیز  جنرال  عبدالرحیم موسوی   د انقلابی  او یو موټی کونکو دریځونو په قدرونې سره  هم وفرمائیل ،  جنرال موسوی   له پوځ سره  په مینه ناکې جذبې  ا و  اړوندوالی سره  چې  ساتل او پرې ټینګار کول  لازم دی ، د وسلوالو ځواکونو د اتحاد اویوموټی کیدا په باب  ډیرې غوره  خبرې کړی ، چې  دغه څرګندونې  د  باطنی صفا او مدیریّتی  صلاحیتونو ښودنه کوی او  پوځ  د ولس  په وړاندې  لازیات ارزښتمند او  انګیزه لرونکی جوړوی .