ایران هیڅکله هم دامریکا په وړاندې نه تسلیمیږی
داسلامی ایران دپوځ لوی درستیز همداراز دجامعې ایټمی موافقې په وړاندې دامریکا بدعهدۍ ته په اشارې سره روښانه کړې ، امریکا په نړیوالو موافقو کې بدعهدۍ او خلاف ورزۍ دودوی چې دجامعې ایټمی موافقې تر پښو لاندې کول ئې څرګند مثال دی .
زمونږخبریال راپور راکړ دایران داسلامی جمهوریت د پوځ لوی درسیتز نن په تهران کې دهندسمندر دڅنډې دهیوادونو د سمندری ځواکونو د قوماندانانو دشپږمې غونډې په پرانیستونکو دستورو کې په دې خبرې په ټینګار سره چې په نړۍ کې دوه قطبی دودیز نظام دړې وړې شوی په ختیځ او لویدیځ کې نوی قدرتونو سرراپورته کړی دی ، ووئیل ؛ امریکا او ځینی قدرتونه د زور دادبیاتو په کارولو او دبیلابیلو سیمو ته دپوځی یونټونو په لیږدولو سره بې نظمی پراخوی .
جنرال باقری ددې خبرې په کولو سره چې امریکا له داعش ترهه ګرې ډلې په ملاتړ سره ، د لویدیځی آسیا ستره برخه له ترینګلتیاؤ سره مخامخ کړې او د انسانانو د کوچیدو او وژلو زمینه ئې برابره کړې ده ، ووئیل ، داپریل په څوارلسمه نیټه په سورئې د امریکا او دهغې د انډیوالانو هوائی حمله د غیر قانونی چلند یو څرګند مصداق دی .
داسلامی ایران دپوځ لوی درستیز همداراز دجامعې ایټمی موافقې په وړاندې دامریکا بدعهدۍ ته په اشارې سره روښانه کړې ، امریکا په نړیوالو موافقو کې بدعهدۍ او خلاف ورزۍ دودوی چې دجامعې ایټمی موافقې تر پښو لاندې کول ئې څرګند مثال دی .
سردارباقری ټینګار کړی ،د هند سمندر په ساحلی شاوخوا سیمې کې دځینو سترو قدرتونو دپوځی یونټونو پراخ شتون او دهغوی لاسوهنې د داسې ناکراریو درامینځةکیدا لامل دی ، چې د دغو بې ثباتیو اوناکراریو څرګند مثال د هند سمندر په سواحلو کئې دیمن د مظلوم ولس په ضد پراخې بمبارۍ دی
د ایران دپوځ لوی درستیز روښانه کړې ده ، په داسې حال کې چې صهونیسټ رژیم د مطلق عمل په آزادۍ سره دګاونډیو هیوادونو لپاره ګواښ دی ، خپل ایټمی سلاکوټونه ورځ په ورځ پراخوی او له هرډول نړیوال مجوز پرته په ګاونډیو هیوادونو تیری کوی ، امریکا په دوه ګوڼی او دخپلې خوښې په چلند کې حتی دنورو هیوادونو په وسیله د دودو او روا دفاعی تجهیزاتو اخستل او یا تولیدول هم نشی زغملی . سردار باقری ټینګار کړی ، دایران وسلوال ځواک له ترهه ګرۍ سره په مقابلې کې دیوه مخکښ هیواد په توګه تیار دی ، خپلې تجروبې نورو هیوادونو ته وسپاری .