ظريف: اروپا پکار دي ټرمپ د برجام په ژمنو پابندۍ ته وهڅوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i69754-ظريف_اروپا_پکار_دي_ټرمپ_د_برجام_په_ژمنو_پابندۍ_ته_وهڅوي
د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير تاکيد وکړ: اروپا پکار دي د امريکې ولسمشر وهڅوي چې نه يوازې په برجام موافقه کښې باقي پاتې شي بلکه له دې نه هم زيات مهم په ورغ نيت سره دې د خپلو ژمنو عمل کول شروع کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 23, 2018 13:57 Asia/Kabul
  • ظريف: اروپا پکار دي ټرمپ د برجام په ژمنو پابندۍ ته وهڅوي

د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير تاکيد وکړ: اروپا پکار دي د امريکې ولسمشر وهڅوي چې نه يوازې په برجام موافقه کښې باقي پاتې شي بلکه له دې نه هم زيات مهم په ورغ نيت سره دې د خپلو ژمنو عمل کول شروع کړي.

محمد جواد ظريف نن په خپله ټوئيټر پاڼه کښې په يو پېغام کښې وليکل: په دې اړه چې د ايران د اېټمي موافقې برجام په باره کښې دويمه طرح موجوده نه ده د فرانسې د ولسمشر امانوئل مېکرون وېنا صحيح ده.

د فرانسې ولسمشر پرون د امريکې له فاکس نيوز سره په مرکه کښې دې ته په اشارې سره چې پېرس د برجام لپاره څه بديل پروګرام نه لري له امريکې وغوښتل چې په برجام کښې باقي پاتې شي.

د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد د کانګرس د تصويب شوي قانونو مطابق د روان ميلادي کار د مۍ تر ۱۲ فرصت لري چې د ايران د اېټمي بائيکاټونو د زوړند حالت د دوام په اړه فېصله وکړي. ټرامپ د برجام د اصلاح غوښتونکے دے او خبردارے يې ورکړے دے چې که په دغه موافقه کښې بدلون رانه شي نو امريکه به ترې ووځي.