امریکا دمینځی ختیځ سیمې د ناامنیو اصلی مسوله ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i69778-امریکا_دمینځی_ختیځ_سیمې_د_ناامنیو_اصلی_مسوله_ده
زمونږ خبریال وایی د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د سمندری ځواک قوماندان امیر البحر علی فدوی دپاکستان د سمندری ځواک له قوماندان ظفر محمود عباسی سره په تهران کښې د هند د اوقیانوسیې د څنډې دهیوادونو د سمندری ځواکونو د شپږم(۶) نړیوال کانفرنس په څنګ کښې په کتنې کښې وویل په لویدیځې اسیا(Western Asia) سیمې کښې زیاتې ناامنیانې رامینځته شوی دی او ددغو ټولو ناکراریو عامله امریکا ده .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 24, 2018 05:34 Asia/Kabul
  • دپاکستان سیاستوالانو او پوځ د امریکا د ولسمشر ټرمپ د ناسنجول شویو څرګندونو په وړاندې پریکنده او مناسب دریځ غوره کړی دی .
    دپاکستان سیاستوالانو او پوځ د امریکا د ولسمشر ټرمپ د ناسنجول شویو څرګندونو په وړاندې پریکنده او مناسب دریځ غوره کړی دی .

زمونږ خبریال وایی د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د سمندری ځواک قوماندان امیر البحر علی فدوی دپاکستان د سمندری ځواک له قوماندان ظفر محمود عباسی سره په تهران کښې د هند د اوقیانوسیې د څنډې دهیوادونو د سمندری ځواکونو د شپږم(۶) نړیوال کانفرنس په څنګ کښې په کتنې کښې وویل په لویدیځې اسیا(Western Asia) سیمې کښې زیاتې ناامنیانې رامینځته شوی دی او ددغو ټولو ناکراریو عامله امریکا ده .

هغه وویل ایران او پاکستان په یوې سیمې کښې پراته دی او  دواړو هیوادونو دترهګرۍ له کبله چې سرچینه یې امریکا ده زیات تاوانونه لیدلی دی .

دایران دسپاه پاسداران د سمندری ځواک قوماندان علی فدوی په دې خبرې سره چې په سیمه کښې هرډول ناامنۍ به ایران او پاکستان اغیزمن کړی وویل دپاکستان سیاستوالانو او پوځ د امریکا د ولسمشر ټرمپ د ناسنجول شویو څرګندونو په وړاندې پریکنده او مناسب دریځ غوره کړی دی .

علی فدوی دغه راز د ګډو ګټو په لړ کښې دایران او دپاکستان د وسله والو ځواکونو په ښې ملګرتیا او تعامل د خوښې په څرګندولو سره وویل ایران او پاکستان  د دوو(۲) اسلامی هیوادونو په توګه له مخکې څخه زیات د غږملتیا او اړیکو په زیاتولو سره کولای شی په بیلابیلو حوزو په تیره د سمندر په برخه کښې خپلې دفاعی ملګرتیاوې زیاتې کړی .

د پاکستان دسمندری ځواک قوماندان ظفر محمود عباسی هم په دغه کتنې کښې دسیمې د اوبو دامنیت له تامینولو سره په مرسته کښې دایران د اقداماتو په قدرونې سره وویل پاکستان د ایران او دایران دخلکو زیات احترام کوی هماغه ډول چې دایران پرضد دعراق دتپلی جنګ په وخت کښې یې د ایران داسلامی جمهوریت ملاتړ وکړ .

هغه هیله وکړه چې په نږدې راتلونکی کښې  دایران او د پاکستان اړیکې زیاتې شی .