دعربستان چارواکی د ایران دګواښ بللو لپاره امریکا ته لاړ وو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i69782-دعربستان_چارواکی_د_ایران_دګواښ_بللو_لپاره_امریکا_ته_لاړ_وو
ایرنا خبری اژانس وایی د ایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وویل په داسې حال کښې چې سیمه خبرو اترو ته ضرورت لری دسعودی عربستان چارواکی امریکا ته ورغلل داسې القا کړی چې ایران دسیمې لپاره ګواښ دی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 24, 2018 06:03 Asia/Kabul
  • په اوسنیو پیړیو کښې جنګونه هیڅ ګټونکی نلري او ټول بایلونکي دي .
    په اوسنیو پیړیو کښې جنګونه هیڅ ګټونکی نلري او ټول بایلونکي دي .

ایرنا خبری اژانس وایی د ایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وویل په داسې حال کښې چې سیمه خبرو اترو ته ضرورت لری دسعودی عربستان چارواکی امریکا ته ورغلل داسې القا کړی چې ایران دسیمې لپاره ګواښ دی .

دایران د باندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پرون مازیګر د امریکا د بهرنیو اړیکو د شورا د فکر په کوټې کښې دسیمې جنګونو او دې خبرې ته په اشارې سره چې سیمه بدلون ته سخت ضرورت لری وویل د لومړی او د اصلی ګام په توګه په سیمه کښې د خبرو نشتون پاې ته ورسوو .

هغه په دې خبرې سره چې په سیمه کښې د مشکلاتو دحل لپاره باید  د اصولو یوې(۱) ټولګې ته پاې بند وو ډاګینه کړه دسیمې هیوادونه باید په سیمه کښې د  مشکلاتو دحل لپاره داصولو یوه(۱) ټولګه رعایت کاندی چې دنورو هیوادونو په چارو کښې نه لاسوهنه او  ورپسې د باورد  جوړونې د اقداماتو پیلول پکښې شامل دی .

دایران خارجه وزیر په دې خبرې ټینګار سره چې په اوسنیو پیړیو کښې جنګونه هیڅ ګټونکی نلری او ټول بایلونکی دی وویل د قدرتمنې سیمې د لرلو لپاره باید هیڅ  هیواد  هڅه ونکړی چې په سیمه کښې ترتولو قدرتمن هیواد شی او که چیرې کوم هیواد کوشش وکړ چې قدرتمن شی نو د سیمې د نابودۍ او تباه کولو په لړ کښې یې ګام پورته کړی دی .

جواد ظریف په دې خبرې ټینګار سره چې د سلطې د نفوذ پړاو ډیره موده کیږی پاې ته رسیدلی دی خو امریکا له ساړه جنګ(Cold War)وروسته بیا هم هڅه کوی دغه بهیر ته دوام ورکړی وویل که چیرې سیمه د پراخ بدلون په لور لاړه نشی نو تاوان به وکړی او باید زیات لګښتونه ورکړی .

دایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف په تیرې پنجشنبې ورځ « پایداره سولې» په نوم په غونډې کښې دګډون لپاره دامریکا نیویارک ښار ته تللی دی .

دغه غونډه نن او سبا ( داپریل دمیاشتې په څلورویشتمه او پینځویشتمه ) د ملګروملتونو په عمومی اسمبلۍ کښې جوړیږی .