بهرنۍ لاسوهنې په سوریې کښې سولې ته رسیدل ځنډولی دی
-
په سوریې کښې کړکیچ دصهیونیسټ رژيم په ګټه دسیمې د معادلاتو دبدلولو لپاره پیل شوی چې اوس هم دوام لري .
زمونږخبریال وایی د ایران د اسلامی جمهوریت دبهرنیو چارو وزیر محمد جوادظریف پرون په بروکسل کښې د سوریې په اړه د اروپایی اتحادیې په دوهم(۲) کانفرنس کښې ډاګینه کړه بهرنۍ لاسوهنې په سوریې کښې سولې ته د رسیدا کار ځنډولی دی .
هغه په سوریې کښې اصلی لومړیتوب د اووبند ټینګیدل وباله او ویې ویل ایران له روسیې او ترکیې سره یوځاې د «استانه» د سولې دبهیر د تضمینونکو هیوادونو په توګه په سوریې کښې له تاوتریخوالی د پاکو سیمو د شمیر د زیاتولو هڅه کوی .
جواد ظریف وویل دایران اسلامی جمهوریت په تیرو څو کلونو کښې په فعال ډول په سوریې کښې دترهګرو تر کلابندۍ لاندې دسیمو خلکو او په هیواد کښې د کډوالو په شمول د سوریې خلکو ته د بشر دوستانه مرستو رسولو ته دوام ورکړی دی .
دایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په دې خبرې سره چې دایران اسلامی جمهوریت له دې مخکې دسوریې دبیارغاونې لپاره له دمشق سره خپله ملګرتیا پیل کړی ده وویل ایران په دې زمینه کښې له نورو هیوادونو سره تعامل ته چمتو دی .
په سوریې کښې کړکیچ له ۲۰۱۱ میلادی کال راهسې د سعودی عربستان ، امریکا او ددوې دملاتړو هیوادونو تر حمایت لاندې د ترهګرو ډلو په پراخ یرغل سره دصهیونیسټ رژیم په ګټه دسیمې د معادلاتو دبدلولو لپاره پیل شوی چې اوس هم دوام لری .