صهونیسټ رژیم دمینځنی ختیځ دسولې اوثبات اصلی ګواښ دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i70030-صهونیسټ_رژیم_دمینځنی_ختیځ_دسولې_اوثبات_اصلی_ګواښ_دی
د ایران اسلامی جمهوریت تل د فلسطین دمظلوم ملت په ضد د صهونیسټ رژیم جنایتونه او همداراز دسعودی عربستان تیری محکوم کړی او له فلسطنیانو اویمن والو ئې ملاتړ کړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 27, 2018 09:33 Asia/Kabul
  • صهونیسټ رژیم دمینځنی ختیځ دسولې اوثبات اصلی ګواښ دی

د ایران اسلامی جمهوریت تل د فلسطین دمظلوم ملت په ضد د صهونیسټ رژیم جنایتونه او همداراز دسعودی عربستان تیری محکوم کړی او له فلسطنیانو اویمن والو ئې ملاتړ کړی دی .

زمونږخبریال  راپورراکړ   په ملګروملتو کې داسلامی ایران  نمایندګۍ  بیګا  دیوې اعلامیې په خپرولو سره  دایران  په ضد  په تور لګونې کېئ  د صهونیسټ رژیم اوسعودی عربستان  داستازو  غږملتیا د دغو دواړو رژیمونو  له جنایتونو  د نړۍ د عمومی افکارو دغړولو لپاره   یوه هڅه  بللې او روښانه ئې کړه  ده ، صهونیسټانو   دمینځنی ختیځ  دسولې او ثبات   دګواښ اصلی سرچینه دی .

  د سعودی عربستان او وحشی صهونیسټی رژیم  بیګا  دملګروملتو  د  امنیت شورا د دغې غونډې له فرصته  چې    دمینځنی ختیځ    په موضوع او  په غزې کې د سوله ایز لاریون کونکو  په وژلې کې  د صهونیسټانو په جنایتونو دغور لپاره  دفلسطین  دلیک دارزونې  په باب  ترسره شوی ،  په ایران دحملې او  دایران داسلامی جمهوریت  په ضد  د تورونو د لګولو لپاره  استفاده وکړه .

  په ملګروملتو کې دایران  نمایندګۍ  په دغې اعلامیې کې  د  دغو چټی  اوتکراری تورونو په ځواب کې  روښانه کړې ، له ایرنه د ویرولو  خبرې  دهغو کسانو له خوا  په فعال ډول  تکراریږی ، چې   د   ښکلو وسلو د خرڅلاؤ، نیواکګرۍ یا د خپلو غیر قانونی تیریو   لپاره  د یوه تخیّلی دښن   رامینځةکولو ته اړتیا لری .

 د ایران اسلامی جمهوریت  تل  د فلسطین دمظلوم ملت  په ضد د صهونیسټ رژیم   جنایتونه  او  همداراز دسعودی عربستان تیری محکوم کړی او  له فلسطنیانو اویمن والو ئې ملاتړ کړی دی .   صهونیسټ رژیم او  آ ل سعود رژیم  داسلامی ایران دغه اصولی سیاست نشی زغملی . او  دغه دواړه  رژیمونه  په مینځنی ختیځ کې د امریکا  اصلی متحدان او   د دسیسو  اجرا کونکی دی . اسلامی ایرا ن  تل  په سیمې کې د  امریکائی ،صهونیسټی اوسعودی   له دسیسو او چورلیزی   اقداماتو سره په مقابلې کې  اساسی رول لری .