ايران د کابل ترهه ګريزې حملې وغندلې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i70230-ايران_د_کابل_ترهه_ګريزې_حملې_وغندلې
د ايران د خارجه وزارت وياند د افغانستان په پائتخت کابل کشې نننۍ ترهه ګريزې حملې چې پکښې د يو شمېر خبريالانو په شمول په لسګونو افغان ښاريز ووژل شول وغندلې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 30, 2018 15:16 Asia/Kabul
  • ايران د کابل ترهه ګريزې حملې وغندلې

د ايران د خارجه وزارت وياند د افغانستان په پائتخت کابل کشې نننۍ ترهه ګريزې حملې چې پکښې د يو شمېر خبريالانو په شمول په لسګونو افغان ښاريز ووژل شول وغندلې.

بهرام قاسمي نن د دغه غېر انساني جنايت د قربانيانو له کورنيو سره د خواخوږۍ د افغانستان حکومت  او ملت ته د تسليت په ويلو تاکيد وکړ، د افغانستان په شمول د سيمې ثبات او قراري له دې سره تړاو لري چې نړيواله ټولنه د ترهه ګرۍ له مشکل سره په جدي مبارزه کښې خپلې ټولې هلې ځلې وکاروي.

د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند واضحه کړه، بې له شکه د ځينو معلومو مراکزو په ذريعې سره لارښول شوې ترهه ګري به چې د بې ګناه خلقو په هدف ګرځولو سره په سيمه کښې رعب او بې ثباتي پېدا کول غواړي خپلو سپېرو مقاصدو ته په رسېدو کښې ناکامه پاتې شي.

داعش تکفيري ترهه ګرې  ډلې د کابل د نننيو چاودنو ذمه واري په غاړه واخېسته.