یوهیواد هم پر اسلامی ایران د تیریو توان نه لری
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i70722-یوهیواد_هم_پر_اسلامی_ایران_د_تیریو_توان_نه_لری
دایران دپوځ لوی درستیز همداراز روښانه کړې ، دا چې کله کله نوی لاس په کار شوی سیاستوالان دایران په ضد ادعاګانې کوی او له خپلو پوځونو غواړی ، دایران په ضد دې تیریګر خوځښت ولری ، نو دا د دغو هیوادونو لوړپوړی پوځی قوماندانان دی ، چې خپلو سیاستوالانو ته وریادوی ، چې له ایران سره دجنګیدو امکان نشته او باید له ایرانیو سره له سیاسی لارو خبرې وکړئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 07, 2018 15:44 Asia/Kabul
  • یوهیواد هم پر  اسلامی ایران د تیریو توان نه لری

دایران دپوځ لوی درستیز همداراز روښانه کړې ، دا چې کله کله نوی لاس په کار شوی سیاستوالان دایران په ضد ادعاګانې کوی او له خپلو پوځونو غواړی ، دایران په ضد دې تیریګر خوځښت ولری ، نو دا د دغو هیوادونو لوړپوړی پوځی قوماندانان دی ، چې خپلو سیاستوالانو ته وریادوی ، چې له ایران سره دجنګیدو امکان نشته او باید له ایرانیو سره له سیاسی لارو خبرې وکړئ .

زمونږخبریال راپورراکړ  دایران داسلامی جمهوریت  دوسلوال پوځ لوی درستیز  سردار تورن جنرال  محمد باقری  نن  دایران دجنوب لویدیځ   په دزفول  کې  داسلامی ایران دپوځ  د هوائی او مځکنی  زغروال  یونټونو  دکتنې په وخت  وئیلی دی ،  دایران دپوځ  دفاعی قدرت اواقتدار  لامل شوی ، څو دښمن  دې نتیجې ته ورسیږی ، چې   په اوسنۍ نړۍ کې  د خپلواکه   او انقلابی هیواد پر  ټاټوبی  او ګټو  ، هرډول تیری او د تمه دارو سترګو   غړول به   دهغوی لپاره   له زیاتو لګښتونو او مرګ ژوبلو پرته بل هیڅ نتیجه ورنکړی . 

 دایران دپوځ لوی درستیز  همداراز روښانه کړې ، دا چې  کله کله  نوی لاس په کار شوی  سیاستوالان  دایران په ضد   ادعاګانې کوی  او  له خپلو پوځونو غواړی ،  دایران په ضد دې تیریګر خوځښت  ولری ، نو دا د دغو هیوادونو  لوړپوړی پوځی قوماندانان دی ، چې   خپلو سیاستوالانو ته  وریادوی ، چې  له ایران سره  دجنګیدو امکان  نشته او باید  له ایرانیو سره له سیاسی لارو  خبرې وکړئ .

سردار باقری زیاته کړې ،  دامریکا ،صهونیسټ رژیم او سعودی عربستان  ځینی نامعقول  سیاستوالان  له ځانه  لوئې خبرې کوی ، خو کله  دعمل  صحنې ته رسیږی ، نو متوجه کیږی ، چې  دایران داسلامی جمهوریت  دفاعی اوپوځی اقتدار تاوان موندونکی نه دی  او غاښ ماتونکی ځواب ورکوی .