یوهیواد هم پر اسلامی ایران د تیریو توان نه لری
دایران دپوځ لوی درستیز همداراز روښانه کړې ، دا چې کله کله نوی لاس په کار شوی سیاستوالان دایران په ضد ادعاګانې کوی او له خپلو پوځونو غواړی ، دایران په ضد دې تیریګر خوځښت ولری ، نو دا د دغو هیوادونو لوړپوړی پوځی قوماندانان دی ، چې خپلو سیاستوالانو ته وریادوی ، چې له ایران سره دجنګیدو امکان نشته او باید له ایرانیو سره له سیاسی لارو خبرې وکړئ .
زمونږخبریال راپورراکړ دایران داسلامی جمهوریت دوسلوال پوځ لوی درستیز سردار تورن جنرال محمد باقری نن دایران دجنوب لویدیځ په دزفول کې داسلامی ایران دپوځ د هوائی او مځکنی زغروال یونټونو دکتنې په وخت وئیلی دی ، دایران دپوځ دفاعی قدرت اواقتدار لامل شوی ، څو دښمن دې نتیجې ته ورسیږی ، چې په اوسنۍ نړۍ کې د خپلواکه او انقلابی هیواد پر ټاټوبی او ګټو ، هرډول تیری او د تمه دارو سترګو غړول به دهغوی لپاره له زیاتو لګښتونو او مرګ ژوبلو پرته بل هیڅ نتیجه ورنکړی .
دایران دپوځ لوی درستیز همداراز روښانه کړې ، دا چې کله کله نوی لاس په کار شوی سیاستوالان دایران په ضد ادعاګانې کوی او له خپلو پوځونو غواړی ، دایران په ضد دې تیریګر خوځښت ولری ، نو دا د دغو هیوادونو لوړپوړی پوځی قوماندانان دی ، چې خپلو سیاستوالانو ته وریادوی ، چې له ایران سره دجنګیدو امکان نشته او باید له ایرانیو سره له سیاسی لارو خبرې وکړئ .
سردار باقری زیاته کړې ، دامریکا ،صهونیسټ رژیم او سعودی عربستان ځینی نامعقول سیاستوالان له ځانه لوئې خبرې کوی ، خو کله دعمل صحنې ته رسیږی ، نو متوجه کیږی ، چې دایران داسلامی جمهوریت دفاعی اوپوځی اقتدار تاوان موندونکی نه دی او غاښ ماتونکی ځواب ورکوی .