دلبنان په انتخاباتو کښې حزب الله غورځنګ زیاتې څوګې ګټلی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i70724-دلبنان_په_انتخاباتو_کښې_حزب_الله_غورځنګ_زیاتې_څوګې_ګټلی
په نړیوالوچارو کښې دایران داسلامی انقلاب دستر لارښود سلاکار ډاکټر علی اکبر ولایتی د لبنان په پارلمانی انتخاباتو کښې د حزب الله غورځنګ بریالیتوب د دغه هیواد دخلکو لخوا د اوسنی نظام او سیاست د تائیدولو نښه وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 07, 2018 23:50 Asia/Kabul
  • دلبنان په پرونیو انتخاباتو کښې حزب الله او دهغه متحدانو  دپارلمان زیاتې څوکې ګټلي دي .
    دلبنان په پرونیو انتخاباتو کښې حزب الله او دهغه متحدانو دپارلمان زیاتې څوکې ګټلي دي .

په نړیوالوچارو کښې دایران داسلامی انقلاب دستر لارښود سلاکار ډاکټر علی اکبر ولایتی د لبنان په پارلمانی انتخاباتو کښې د حزب الله غورځنګ بریالیتوب د دغه هیواد دخلکو لخوا د اوسنی نظام او سیاست د تائیدولو نښه وبلله .

هغه بیګا دایران له لومړی(۱) ټیلی ویژن چینل سره په مرکه کښې وویل دلبنان په پارلمانی انتخاباتو کښې د مقاومت دجبهې او دحزب الله غورځنګ بریالیتوب د پخوانیو پوځی بریالیتوبونو بشپړونکی بللی شو او داسې استنباط کولای شو چې دغه بریالیتوب دسیمې په راتلونکی کښې اغیزشیندونکی رول لرلی شی .

په نړیوالو چارو کښې دایران داسلامی انقلاب دستر لارښود سلاکار علی اکبر ولایتی وویل د لبنان له تیرو انتخاباتو سره ددغه پړاو د انتخاباتو توپیر دا دی چې داځل له کومې اندیښنې پرته اکثره رایې د مارچ دمیاشتې اتمې ډلې (حزب الله او دهغه ائتلافیانو) وګټلې او البته په دغو انتخاباتو کښې د حزب الله دمشر حسن نصر الله تدبیرونه ډیر اغیزشیندونکی وو .

ولایتی وویل سعودی عربستان څو میاشتې مخکې د لبنان د لومړی وزیر په یرغمل کولو سره  خپل بخت وزمویه خو د لبنان دخلکو په حکمت او د حزب الله دمشر حسن نصر الله په تدبیرونو سره ونه توانید خپل هدف ته چې دانتخاباتو ناامنه کول او د تشویش رامینځته کول وو ورسیږي .

هغه وویل نور د لبنان دخلکو ترمینځ د تفرقې د اچولو لپاره د پیسو لګول معنا نلری ځکه چې هغوې د امریکا او د اسرائیلو په وړاندې ازمیښت کښې بریالی شوی دی او دلبنان خلک د سعودی عربستان او دامریکا د ګواښونو تر اغیز لاندې نه ورځی .

په نړیوالو چارو کښې دایران داسلامی انقلاب دستر لارښود سلاکار علی اکبر ولایتی وویل د لبنان په انتخاباتو کښې د حزب الله او دمقاومت دجبهې بریالیتوب د هیواد د اوسنی سیاست او دنظام تائیدول دی او انشا الله راتلونکی اونۍ په عراق کښې دانتخاباتو په ترسره کیدا سره هم په نړۍ کښې د مقاومت دجبهې وزن څو برابره کیږی .

دلبنان په پرونیو انتخاباتو کښې حزب الله او دهغه متحدانو  دپارلمان زیاتې څوکې ګټلی دی .