ایران داسلامی ملګرتیا د موسسې دمشر بیانیې وغندلې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i70954-ایران_داسلامی_ملګرتیا_د_موسسې_دمشر_بیانیې_وغندلې
زمونږ خبریال وایی دایران داسلامی جمهوریت دبهرنیو چارو دوزارت ویندوی بهرام قاسمی دسیمه ییزو موضوګانو په اړه د اسلامی ملګرتیا دموسسې(Organisation of Islamic Cooperation) غیر رغنده او له پلویتوب ډکې بیانې ددغه موسې د هدفونو پرخلاف وبللې او هغې یې وغندلې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 11, 2018 07:36 Asia/Kabul
  • اسلامي ملګرتیا له دې زیات د صهیونیسټ رژیم او دنړیوال استکبار په ګټه خپلو پلوي دریځونو ته دوام ورنکړي .
    اسلامي ملګرتیا له دې زیات د صهیونیسټ رژیم او دنړیوال استکبار په ګټه خپلو پلوي دریځونو ته دوام ورنکړي .

زمونږ خبریال وایی دایران داسلامی جمهوریت دبهرنیو چارو دوزارت ویندوی بهرام قاسمی دسیمه ییزو موضوګانو په اړه د اسلامی ملګرتیا دموسسې(Organisation of Islamic Cooperation) غیر رغنده او له پلویتوب ډکې بیانې ددغه موسې د هدفونو پرخلاف وبللې او هغې یې وغندلې .

هغه داسلامی ملګرتیا د موسسې د مشر یوسف بن احمد العثیمه د ایران ضد وروستۍ بیانیه چې له اټومی موافقې د امریکا په وتلو کښې د امریکا دحکومت له سپکاوی د ډک اقدام دښکاره ملاتړ لپاره خپره شوی ووه وویل د اسلامی ملګرتیا موسسې دمشر غیر مسولانه بیانیه کاملا د دندو له شرح وتلی ، د دغه موسسې د سیکریټریټ د بې طرفۍ د اصل خلاف ورزۍ او دامریکا ، دصهیونیسټ رژیم او د سعودی عربستان دحکومت له  اسلامی ضد سیاست سره دغږملتیا لپاره خپره شوی او ددغه موسسې داعتبار او د  مقام د کمزوری کولو لپاره بل ګام دی .

دایران دبهرنیو چارو دوزارت ویندوی بهرام قاسمی وویل د اسلامی ملګرتیا دموسسې مشر یوسف بن احمد العثیمه له دې مخکې د اسلامی نړۍ او دسیمې دحساسو حالاتو په تیره بیا دقدس شرف او دفلسطین د ازادۍ له ایډیل څخه په ملاتړ او له صهیونیسټ رژیم سره په مبارزې کښې د اسلامی ملګرتیا دموسسې د اغیزشیندونکی او ټاکونکی رول په نه درک کولو سره دسیمې دبدلونونو په اړه غیررغنده او له پلویتوب ډک دریځونه لرلی دی .

هغه د اسلامی ملګرتیا م موسسې مشر ته سپارښتنه وکړه چې له دې زیات د صهیونیسټ رژیم او دنړیوال استکبار په ګټه خپلو پلوی دریځونو ته دوام ورنکړی .