قدس ته د امریکا د سفارت دانتقال مخه باید ونیسو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i71082-قدس_ته_د_امریکا_د_سفارت_دانتقال_مخه_باید_ونیسو
زمونږ خبریال وایی په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامی شورا دمشر ځانګړی مرستیال حسین امیر عبداللهیان په دې خبرې سره چې دفلسطین مسله په تیرو سلو (۱۰۰)کلونو کښې د اسلامی نړۍ زوړ زخم دی ټینګار وکړ باید له ټولو ممکنو لارو قدس ته د امریکا دسفارت د انتقالیدا لپاره دواشنګټن داقدام د اجرا مخه ونیسو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 13, 2018 01:36 Asia/Kabul
  •  امریکا یوازې د صهیونیسټانو دګټو کوشش کوي او د فلسطین دخلکو دجایزو غوښتنو هیڅ احترام نه کوي .
    امریکا یوازې د صهیونیسټانو دګټو کوشش کوي او د فلسطین دخلکو دجایزو غوښتنو هیڅ احترام نه کوي .

زمونږ خبریال وایی په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامی شورا دمشر ځانګړی مرستیال حسین امیر عبداللهیان په دې خبرې سره چې دفلسطین مسله په تیرو سلو (۱۰۰)کلونو کښې د اسلامی نړۍ زوړ زخم دی ټینګار وکړ باید له ټولو ممکنو لارو قدس ته د امریکا دسفارت د انتقالیدا لپاره دواشنګټن داقدام د اجرا مخه ونیسو .

حسین امیر عبداللهیان پرون د« افق نو» په نوم شپږمې(۶) نړیوالې غونډې ته په یوه پیغام کښې چې  بیت المقدس د فلسطین د همیشنۍ پلازمینې په نوم سره په مشهد کښې کار پیل کړی دی وویل له تل ابیب څخه قدس ته دامریکا د سفارت د انتقالولو لپاره د واشنګټن دحکومت اقدام وښودله چې امریکا یوازې د صهیونیسټانو دګټو کوشش کوی او د فلسطین دخلکو دجایزو غوښتنو هیڅ احترام نه کوی .

هغه وویل دایران اسلامی جمهوریت چمتو دی د فلسطین له ټولو ملاتړو سره یوځاې له هیڅ وړاندې شرط او ملاحظې پرته قدس ته دامریکا دسفارت د انتقالیدا دمخنیوی لپاره ملګرتیا وکړی .