د صهیونیسټ رژیم ټغر به ډیر زر ټول شی
پارس ټوډې سایټ راپور ورکړ د ایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک په یوې(۱) بیانیې کښې بیت المقدس ته د واشنګټن د سفارت په انتقالولوکښې دامریکا د اقدام او په غزې تړانګې کښې د صهیونیسټ رژیم د پرونی جنایت په کلکه غندلو سره دغه شیطانی دسیسې د اسلامی امت د وحدت د پیاوړتیا او د قدس دنیواکګر رژیم د دړې وړې کیدا د ژمنې د پوره کیدا د چټک کیدا عامل وبللې .
د ایران سپاه پاسداران ځواک وویل بیت المقدس ته دامریکا د سفارت په انتقالولو کښې د ولسمشر ټرمپ له سپین سترګی توب ډک او ورانکار اقدام او دصهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه دقدس په رسمیت پیژندل چې د مسلمانانو په لومړۍ قبلې تیری دی نه یوازې دصهیونیسټ رژیم د کمزورو بنسټونو د پیاوړتیا او د صهیونیسټ نیواکګرانو لپاره د امنیت د تضمین سبب نشی بلکې له سیمې وراخوا به ددغه ناوړه حرکت د ملاتړو پرضد د نفرت او دغصې او له امریکا سره د مبارزې نوی څپه رامینځته کړی .
دایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک په بیانیې کښې په دې خبرې ټینګار سره چې بې شکه دقدس د انتفاضې له مجاهدینو ، جنګیالیو او د فلسطین له ملت سره په مرسته کولو کښې له ظلم سره د مبارزه کونکو او دازادی غواړو او حقه طلبه ملتونو او داسلامی مقاومت دجبهې ملاتړ له دې وروسته نور هم پراخ او زیات شی جوته کړه د فلسطین انتفاضه به صهیونیسټ رژیم ، امریکا او دهغوې ملاتړو هیوادونو ته وښیی د فلسطین د سپیڅلی ټاټوبی د راتلونکی حقیقت د نیواکګرانو پریکنده وتل او ددغه رژیم د سیمه ییزو او د نړیوالو ملاتړو حتمی سزا کول دی .