ایران ته دې د برجام له ګټو د برخمنیدو ضمانت ورکړی شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i71284-ایران_ته_دې_د_برجام_له_ګټو_د_برخمنیدو_ضمانت_ورکړی_شي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر چې د برجام (ایټمي موافقې) د دوام په هکله سلامشورې لپاره د بیلجیئم بروکسل ښار ته تللی دی، د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست له مسئولې سره له کتنې وروسته یې وویل: د برجام له ګټو د برخمنتیا لپاره ایران ته د ضمانت ورکول ضروري دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 15, 2018 15:15 Asia/Kabul
  • ایران ته دې د برجام له ګټو د برخمنیدو ضمانت ورکړی شي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر چې د برجام (ایټمي موافقې) د دوام په هکله سلامشورې لپاره د بیلجیئم بروکسل ښار ته تللی دی، د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست له مسئولې سره له کتنې وروسته یې وویل: د برجام له ګټو د برخمنتیا لپاره ایران ته د ضمانت ورکول ضروري دي.

محمد جواد ظریف له میرمن فډریکا موګریني سره له کتنې وروسته څرګنده کړه چې په دغه کتنه کښې د پاتې لورو لخوا د برجام د بشپړې اجرا، د برجام له منافعو د ګټه اوچتونې لباره ایران ته د ضمانت د ورکړې او د دې تضمین په ضرورت ټینګار وشه چې دغه ګټې د ایران او اروپا ګډ نظرونه دي.

ښاغلي ظریف په دې خبرې سره چې ضمانتونو ته د رسیدو د څرنګوالي په هکله یولړ اقدامات پیل شوي دي، زیاته کړه: برجام د ټولو لورو لپاره یولړ ګټې لري او باید ډاډ ترلاسه کړو چې یو هیواد په خپلې غیرقانوني وتنې سره له دغه کاره هیڅ ګټه نه شي پورته کولی.

د ایران خارجه وزیر څرګنده کړه: د مخکښې تګ لپاره په سمه لاره ولاړ یو څو ډاډ ترلاسه کړو چې په برجام کښې د پاتې ټولو لورو په تیره بیا د ایران ګټې خوندي شي.