امریکا د فلسطین پرضد داسرائیلو په جنایت کښې شریکه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i71294-امریکا_د_فلسطین_پرضد_داسرائیلو_په_جنایت_کښې_شریکه_ده
ایرنا خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کښې دایران د اسلامی جمهوریت نمایندګۍ پرون په یوې(۱) بیانیې کښې امریکا د فلسطین دخلکو پرضد دصهیونیسټ رژیم د جنایتونو اصلی شریکه وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 16, 2018 00:15 Asia/Kabul
  • امریکا د فلسطین پرضد داسرائیلو په جنایت کښې شریکه ده

ایرنا خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کښې دایران د اسلامی جمهوریت نمایندګۍ پرون په یوې(۱) بیانیې کښې امریکا د فلسطین دخلکو پرضد دصهیونیسټ رژیم د جنایتونو اصلی شریکه وبلله .

په دغه بیانیې کښې ویل شوی دی امریکا په تیرو اویا(۷۰) کلونو کښې دفلسطین دخلکو پرضد دصهیونیسټ رژیم د جنایتونو اصلی شریکه ده او په ملګروملتونو کښې دامریکا د استازی میرمن نیکې هیلې (Nikki Haley)د پرون ورځې څرګندونې دغه حقیقت نشی پټولی .

نیکې هیلې پرون  د بې اساسه تورونو په تکرارولوسره کوشش وکړ چې په غزې تړانګې کښې دفلسطین دخلکو د څاروی ډوله عام وژلې د سمدستی بندولو لپاره د نړۍ دخلکو غوښتنې منحرفې کړی .

په ملګروملتونو کښې دایران نمایندګۍ په دغه بیانیې کښې ویلی دی دامریکا استازی نیکې هیلې(Nikki Haley) یوځل بیا په داسې شرایطو کښې د اسرائیلو رژیم له تیریګرو او غیرقانونی اقداماتو د امریکا د بې قید او شرطه ملاتړ په سیاست ټینګار وکړ چې دغه کړچارونه په سیمه کښې د بې ثباتۍ او د ناامنۍ په ترټولو مهم عامل بدل شوی دی .

دغه بیانیه وایی دایران اسلامی جمهوریت یوځل بیا د نړۍ له ټولو هیوادونو غواړی د فلسطین د بې ګناه  مظاهره چیانو د  عام وژنې دسمدستی بندولو لپاره په صهیونیسټ رژیم دباو راوړی .

د صهیونیسټ رژیم دعسکرو لخوا د فلسطین د څه دپاسه شپیتو(۶۰) ښاریزو له وژل کیدا او د څه دپاسه درې  زره(۳۰۰۰) نورو له ژوبلیدا ورووسته دملګروملتونو امنیت شورا د کویت په غوښتنه او د فلسطین د حکومت له اعتراض وروسته غونډه جوړه کړه خو له کومې نتیجې پرته پاې ته ورسیدله .

په دغه غونډې کښې له امریکا پرته ټولوغړیو هیوادونو د صهیونیسټ رژیم په اقدام اعتراض وکړ .