د تهران خلکو د صهیونیسټانو په لاس د فلسطینیانو وژله وغندله
May 16, 2018 11:12 Asia/Kabul
د تهران د مختلفو پرګنو خلکو او یوه ډله محصلینو نن د امریکې د پخواني سفارت (د جاسوسۍ ځالې) مخې ته په راغونډیدو سره د صهیونیسټانو په لاس د فلسطینیانو وژله وغندله.
زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې په دغه اعتراضي راغونډیدنه کښې ګډونوالو چې د (مړه دې وي امریکا) او (مړ دې وي اسرائیل) د شعارونو بیرغونه یې اوچت کړي وو، د یولړ شعارونو په ورکولو سره یې د فلسطیني ماشومانو د وژلې په وړاندې د نړیوالو ټولنو چپیا وغندله.
د تهران خلکو همداشان د صهیونیسټي رژيم په وړاندې د فلسطینیانو له مقاومته خپل ملاتړ اعلان کړ.
د دغې ولسي تجمع ویناوال حجت الاسلام علیرضا پناهیان وویل: د منحوس صهیونیسټي رژیم په لنډ تاریخ کښې دغه رژیم هیڅکله د نن په شان کمزوری نه و او د مسلمانانو یووالی به د دغه رژیم د نابودۍ سبب شي.
ټیګونه