قدس ته د امریکا د سفارت انتقالول نړۍ لپاره مهمه غمیزه ده
د تهران د جمعې لمانځه خطیب جوته کړه د صیهونیستی عسکرو په لاس د بی ګناه او بې وسلې فلسطینانو وژلې ، د دغه ناروا رژیم ، امریکا او د هغې د سیمه ایزو ملاتړو په دوسیه کې یوه بله شرمونکی پاڼه زیاته کړی ده .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجت الاسلام و المسلمین کاظم صدیقی د جمعې لمانځه په خطبو کې قدس شریف ته د امریکا د سفارت انتقالول د درستو نړیوالو قوانینو او په خپل مورنی ټاټوبی د فلسطینیانو د روا حقوقو په خلاف وباله او جوته یې کړه فلسطینان د امریکا د دغه اقدام په وړاندی راپاڅیدل او صیهونیستی عسکرو د هغو قتل عام وکړ .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب جوته کړه د صیهونیستی عسکرو په لاس د بی ګناه او بې وسلې فلسطینانو وژلې ، د دغه ناروا رژیم ، امریکا او د هغې د سیمه ایزو ملاتړو په دوسیه کې یوه بله شرمونکی پاڼه زیاته کړی ده .
ښاغلی صدیقی پر دې په ټینګار سره چی فلسطین د ماشوم وژونکی رژیم له ډیرو سختو ظلمونو سره مخامخ شوی دی ، زیاته کړه د نړۍ د ملتونو او حکومتونو له اعتراضونو سره سره له بده مرغه د امریکا او لویدیځ تر سلطې لاندې د سیمې ځینو عربی هیوادونو د صیهونیست رژیم د جنایتونو په وړاندی چوپتیا غوره کړی ده .
د تهران موقته جمعې امام جوته کړه د فلسطینانو په وژله کې د صیهونیست رژیم اقدام د دغه رژیم پر مخ په ځوړتیا حرکت چټک کړی دی .
هغه همداراز له ایټمی موافقې د امریکا وتل په دغه هیواد د ایرانی ملت د همیشنۍ بې باورۍ د اثبات نښه وبلله او ویې ویل چی د برجام په اړه له اروپایی هیوادونو سره د ایران خبرې اترې باید د محکمو او عملی ضمانتونو په ترلاسه کولو سره یو ځای شی .