د اسلامی وحدت نیشتوالې د صیهونیسټانودسپین سترګی توب عامل دی
. د اسلامی ایران خارجه وزیر په غزې کې د فلسطینانو وژله د بشریت پرضد جنایت او جنګی جنایت وباله او زیاته یې کړه چی دغه ویجا ړونکی اقدامات په تیرو شپږو میاشتو کې د هغو فلسطینانو د ځپلو په هدف سره چی د خپلو اساسی حقوقو غوښتونکی دی ، ترسره شوی دی .
د ایسنا خبری اژانس له راپور سره سم د ایران د خارجه وزیر محمد جواد ظریف نن په استنبول کې د اسلامی ملګرتیا موسسې د غړیو هیوادونو د خارجه وزیرانو په بیړنۍ غونډه کې جوته کړه له قدس شریف دفاع بایدپه نه ختمیدونکیو لانجو کې د ښکلیدا په ځای د پیاوړی امت د رامیخټه کولو په لړ کې د اتحاد په هدف د اسلامی هیوادونو د تمرکز د ټکی په توګه وبلل شی .
د اسلامی ایران خارجه وزیر په غزې کې د فلسطینانو وژله د بشریت پرضد جنایت او جنګی جنایت وباله او زیاته یې کړه چی دغه ویجا ړونکی اقدامات په تیرو شپږو میاشتو کې د هغو فلسطینانو د ځپلو په هدف سره چی د خپلو اساسی حقوقو غوښتونکی دی ، ترسره شوی دی .
ښاغلی ظریف له نړیوالې ټولنې وغوښتل چی د صیهونیسټ رژیم وحشی توبونه دی ختم کړی او له اسلامی ملګرتیا موسسې یې هم وغوښتل چی د خپلواکه او شفافو تحقیقاتو د ترسره کولو او د بشر دوستانه نړیوالو حقوقو په اساس د فلسطیینانو د ساتنې لپاره جوت اقدامات ترسره کړی .