د اسلامی وحدت نیشتوالې د صیهونیسټانودسپین سترګی توب عامل دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i71458-د_اسلامی_وحدت_نیشتوالې_د_صیهونیسټانودسپین_سترګی_توب_عامل_دی
. د اسلامی ایران خارجه وزیر په غزې کې د فلسطینانو وژله د بشریت پرضد جنایت او جنګی جنایت وباله او زیاته یې کړه چی دغه ویجا ړونکی اقدامات په تیرو شپږو میاشتو کې د هغو فلسطینانو د ځپلو په هدف سره چی د خپلو اساسی حقوقو غوښتونکی دی ، ترسره شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 18, 2018 11:23 Asia/Kabul
  • د اسلامی وحدت نیشتوالې د صیهونیسټانودسپین سترګی توب عامل دی

. د اسلامی ایران خارجه وزیر په غزې کې د فلسطینانو وژله د بشریت پرضد جنایت او جنګی جنایت وباله او زیاته یې کړه چی دغه ویجا ړونکی اقدامات په تیرو شپږو میاشتو کې د هغو فلسطینانو د ځپلو په هدف سره چی د خپلو اساسی حقوقو غوښتونکی دی ، ترسره شوی دی .

 

 

د ایسنا خبری اژانس له راپور سره سم د ایران د خارجه وزیر محمد جواد ظریف نن په استنبول کې د اسلامی ملګرتیا موسسې د غړیو هیوادونو د خارجه وزیرانو په بیړنۍ غونډه کې جوته کړه  له قدس شریف دفاع بایدپه  نه ختمیدونکیو لانجو کې د ښکلیدا په ځای د پیاوړی امت د رامیخټه کولو په لړ کې د اتحاد په هدف د اسلامی هیوادونو د تمرکز د ټکی په توګه وبلل شی .

د اسلامی ایران خارجه وزیر په غزې کې د فلسطینانو وژله د بشریت پرضد جنایت او جنګی جنایت وباله او زیاته یې کړه چی دغه ویجا ړونکی اقدامات  په تیرو شپږو میاشتو کې د هغو فلسطینانو د ځپلو په هدف سره چی د خپلو اساسی حقوقو غوښتونکی دی ، ترسره شوی دی .

ښاغلی ظریف له نړیوالې ټولنې وغوښتل چی د صیهونیسټ رژیم وحشی توبونه دی ختم کړی  او له  اسلامی ملګرتیا موسسې  یې هم  وغوښتل چی د خپلواکه او شفافو تحقیقاتو د ترسره کولو او د بشر دوستانه نړیوالو حقوقو په اساس د فلسطیینانو د ساتنې لپاره جوت اقدامات ترسره کړی .