د ایران داسلامی انقلاب بریالیتوب په سیمه کې دامریکا معادلات ګډوډ کړل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i71884-د_ایران_داسلامی_انقلاب_بریالیتوب_په_سیمه_کې_دامریکا_معادلات_ګډوډ_کړل
امیر پوردستان جوته کړه اسلامی ایران نن داردن ، اماراتو او عربستان په اډو کې له موجودو تجهیزاتو او په فارس خلیج کې د دښمنانو د کشتیو له شمیره خبر دې او حتی د غلیم پیژندنې کړچار څارنه هم کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 24, 2018 07:39 Asia/Kabul
  • د ایران داسلامی انقلاب بریالیتوب په سیمه کې دامریکا معادلات ګډوډ کړل

امیر پوردستان جوته کړه اسلامی ایران نن داردن ، اماراتو او عربستان په اډو کې له موجودو تجهیزاتو او په فارس خلیج کې د دښمنانو د کشتیو له شمیره خبر دې او حتی د غلیم پیژندنې کړچار څارنه هم کوی .

د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د سټراټیجیکو مطالعاتو د مرکز مشر وویل د ایران د اسلامی انقلاب بریالیتوب د امریکایانو لپاره یوه سیاسی جټکه وه او دهغو ټول معادلات یې ګډوډ کړل .

امیر پوردستان نن د خرمشهرد فتح کیدا د کلیزې  لمانځلو په دستورو کې زیاته کړه په ۱۹۷۹ میلادی کال کې د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه وړاندی  امریکایانو  په ایران کې په شتون سره تنګه هرمز چی د نړۍ د انرژۍ د انتقال ځای وو ، په کڼترول کی درلوده خو د اسلامی انقلاب په بریالیتوب سره له هغو دا موقعیت واخیستل شو .

ښاغلی پوردستان د دې خبرې په کولو سره چی د ایران له اسلامی انقلاب سره دښمنی نده ختمه شوی ، جوته کړه د ایران وسله وال ځواکونه نن د دښمن ټول خوځښتونه څاری او ښه  اطلاعاتی اشراف لری .

امیر پوردستان جوته کړه اسلامی ایران نن داردن ، اماراتو  او عربستان په اډو کې له موجودو تجهیزاتو او په فارس خلیج کې د دښمنانو د کشتیو له شمیره  خبر دې  او حتی د غلیم پیژندنې کړچار څارنه هم کوی .

ده همداراز په دې په ټینګار سره چی ایران  به هیڅکله د جنګ پیلونکې نه وی ، زیاته کړه که ایران له کوم ګواښ سره مخامخ شی  نو د ایران وسله وال ځواکونه به په هر ځای کی چی وی اقدام او ځواب ورکړی .