ظریف له اروپا سره توغندوي او سیمه ایزه مذاکره دروغ وبلله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i72064-ظریف_له_اروپا_سره_توغندوي_او_سیمه_ایزه_مذاکره_دروغ_وبلله
د ایران خارجه وزیر له اروپایانو سره د ایران د توغندوي توان او د سیمه ایز نفوذ په هکله د خبرواترو ادعا دروغ بللې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 26, 2018 14:55 Asia/Kabul
  • ظریف له اروپا سره توغندوي او سیمه ایزه مذاکره دروغ وبلله

د ایران خارجه وزیر له اروپایانو سره د ایران د توغندوي توان او د سیمه ایز نفوذ په هکله د خبرواترو ادعا دروغ بللې ده.

د ایران خارجه وزیر له اروپایانو سره د ایران د توغندوي توان او د سیمه ایز نفوذ په هکله د خبرواترو په دروغ بللو سره زیاته کړه: اروپايي اتحادیې هم دا خبره تکذیب کړې او په حقیقت کښې دا کار د صهیونیسټي رژيم نفسیاتي عملیات دي څو دا دروغ خبرونه نورو ته  منتقل کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف نن تسنیم خبري آژانس ته په یوه مرکه کښې څرګنده کړه: د ایران اسلامي جمهوریت په کراتو ټينګار کړی چې یوازې د برجام په هکله خبرې اترې کوي او له دغې ایټمي موافقې بهر هیڅ اقدام نه ترسره کوي.

ظریف ایران ته د اروپايي اتحادیې، روسیې او چین وړاندیزونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت دا وړاندیزونه څیړي او په برجام کښې د پاتې کیدو د دوام په هکله به فیصله وکړي.

د ویلو ده چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د مۍ په اتمه نیټه د ایران خلاف د بې بنیاده تورونو په تکرارولو سره له برجامه د واشنګټن وتل او په راتلونکو دریو نه تر شپږو میاشتو پورې د ایران خلاف د ایټةي بندیزونو بیا لګیدل یې اعلان کړل.

خو بریطانیې، فرانسې، روسیې، چین، جرمني او اروپايي اتحادیې د ایټمي موافقې د نورو لورو په توګه ویلي چې د دغې نړیوالې موافقې ملاتړ کوي.