له اروپاسره دتوغندوی توانمنیو اوسیمه ایزشتون په باب هیڅ خبرې نه لرو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i72078-له_اروپاسره_دتوغندوی_توانمنیو_اوسیمه_ایزشتون_په_باب_هیڅ_خبرې_نه_لرو
جواد ظریف ایران ته د چین ، روسیې او اروپائی اتحادئې وړاندیزونو ته په اشارې سره ټینګار کړی ، اسلامی ایران دغه وړاندیزونه ارزوی او په جامعې ایټمی موافقې کې دشتون د دوام په باب فیصله کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 27, 2018 00:39 Asia/Kabul
  • له اروپاسره دتوغندوی توانمنیو اوسیمه ایزشتون په باب هیڅ خبرې نه لرو

جواد ظریف ایران ته د چین ، روسیې او اروپائی اتحادئې وړاندیزونو ته په اشارې سره ټینګار کړی ، اسلامی ایران دغه وړاندیزونه ارزوی او په جامعې ایټمی موافقې کې دشتون د دوام په باب فیصله کوی .

 داسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف له تسنیم خبری اژآنس سره په خبرو کې    له اروپایانو سره د  توغندوی توان او سیمه ایزو فعالیتونو په باب  دخبرواترو  په دروغ بللو  سره  وئیلی دی ،  اروپائی  اتحادیه  هم  دغه مورد دروغ بللی او  په حقیقت کې دغه اقدام ، د صهونیسټ رژیم  نفسیاتی پروپیګنډې  دی څو  دغه دروغجن خبرونه نورو ته منتقل کړی .

 هغه  په دغو خبرو کې روښانه کړې ، اسلامی ایران په کرتو  ټینګار کړی دی ،  یوازې دجامعې ایټمی موافقې په باب خبرې اترې  کوو او  له  دغې نړیوالې ایټمی موافقې پرته  بل هیڅ ډول  اقدام  او  مذاکرات نه کوو. 

  جواد ظریف   ایران ته د چین ، روسیې او اروپائی اتحادئې   وړاندیزونو ته  په اشارې سره  ټینګار کړی ،  اسلامی ایران  دغه وړاندیزونه ارزوی  او  په جامعې ایټمی موافقې کې  دشتون د دوام په باب  فیصله کوی . 

 په  عین حال کې  دامریکا له کارړنګونو سره سره  دایران داقتصادی ګټو دتامینولو لپاره  د اروپایانو له خوا    دواقعی ضمانتونو وړاندې کول ، د  ایران  دتوغندوی توان او سیمه ایزو  فعالیتونو  په باب   دوو مهمو مولفو ته دهغوی نه  ورګډیل ،  دایران دتیلو داخستو ضمانت ،  له ایران سره د   حکومتی او خصوصی  تجارت د راکړې ورکړې  او اقتصادی  فعالیتونو په باب   داروپائی بانکونو ضمانت او  دایران په ضد د امریکا له بندیزونو سره  د اروپا  جوته مقابله  هغه  شرطونه دی ، چې  داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید  علی خامنه ای  دچارشنبې په شپه  د اروپائی   جامعې ایټمی موافقې  د دوام لپاره  بیان کړی دی .