ایران به له خپلوسټراټژیکو موخو شاتګ ونه کړي
آ یت ا... آملی لاریجانی وئیلی دی ، دامریکا دحکومت سلاکاران نن سبا د دنیا له ترټولو بدنامو اوخبیثو ترهه ګرو سره په ارتباط کې دی او دغه شان فسادګر او خبیث حکومت دایران ملت هیڅکله هم نشی تسلیمولی .
زمونږخبریال راپورراکړ د ایران داسلامی جمهوریت دقضایه قوې مشر آیت ا... آملی لاریجانی نن د لوړپوړو قاضیانو او مسئولانو په ټول کې له جامعې ایټمی موافقې دامریکا یواړخیز وتلو او په دې پسې داسلامی ایران لپاهر د باید اونباید دیوه لیسټ په وړاندې کولو پسې روښانه کړې ، امریکا ګمان کوی ، چې دایران ملت ئې له یوې نوی ښکارندې سره مخامخ کړی دی ، خو له دې غافل دی چې یوه اساسی تیروتنه ئې کړې ده ، ځکه امریکا له خوا دغه شان اقدامات دایران د ولس لپاره تکراری دی .
دایران دقضایه قوې مشر ددې خبرې په کولو سره چې داسلامی انقلاب په ضد دامریکائی حکومت خباثتونه هماغه راز دوام لری ، په ډاګه کړې ، دایران څلویښت کلنه تجروبه د امریکائی چارواکو لپاره درس شوی نه ده ، او اوس دوی په درست قوت اوقدرت سره دایران دملت د قدرت اوکلک هوډ د ماتولو لپاره ډګر ته دنګلی دی ، خو هیڅ به په لاس ورنشی .
آ یت ا... آملی لاریجانی وئیلی دی ، دامریکا دحکومت سلاکاران نن سبا د دنیا له ترټولو بدنامو اوخبیثو ترهه ګرو سره په ارتباط کې دی او دغه شان فسادګر او خبیث حکومت دایران ملت هیڅکله هم نشی تسلیمولی .