ایران صهیونیسټ جعلی رژیم په رسمیت نه پیژندی
May 28, 2018 23:29 Asia/Kabul
-
دایران اسلامي جمهوریت په پریکنده او اساسي ډول داسرائیلو جعلي ، ترهګر او غاصب رژیم په رسمیت نه پیژندي .
زمونږ خبریال وایی دایران داسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی په اردن کښې د صهیونیسټ رژیم او د ایران د غیر مستقیمو خبرو په اړه دخبرونو خپریدل دروغ وبلل او ویې وویل دفلسطین ایډیل ته د ځینوعربو هیوادونو د خیانت په وخت کښې دغه خبرونه دعمومی افکارو د انحرافولو لپاره دی .
هغه په اردن کښې د صهیونیسټ رژیم او د ایران د مستقیمو خبرو په اړه د سعودی عربستان او د اسرائیلو درژیم دځینو رسنیو دادعا په اړه وویل دغه ادعا کاملا بې اساسه او فضا جوړونه ده .
بهرام قاسمی وویل دایران اسلامی جمهوریت په پریکنده او اساسی ډول داسرائیلو جعلی ، ترهګر او غاصب رژیم په رسمیت نه پیژندی او له دروغو د ډکو خبرونو د خپرولو هدف کاملا واضح او ښکاره دی .
ټیګونه