د ایران د غبرګولی د ۸ نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i72276-د_ایران_د_غبرګولی_د_۸_نیټې_ځینې_مطبوعات
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای له محصلینو سره په کتنه کې فرمایلی دی له ازادی پرته د ټولنې پرمختګ ممکن ندی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 29, 2018 09:51 Asia/Kabul
  • د ایران د غبرګولی د ۸ نیټې  ځینې مطبوعات

د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای له محصلینو سره په کتنه کې فرمایلی دی له ازادی پرته د ټولنې پرمختګ ممکن ندی .

 

 

کیهان

 

د ایران درستو ورځپاڼو په شان نوموړی ورځپاڼۍ هم  له محصلینو سره د رهبری د ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای درې ساعته لیدنې ته پراخ انعکاس ورکړی دی . د رهبرۍ ستر مقام فرمایلی دی مومن او انقلابی ځوانان باید د ایډیالونود هوشیارانه او دایمی غوښتنې ډګر ته ورداخل شی .

حضرت آيت الله العظمی خامنه اي پرون د مختلفو علمي، سائنسي، کلتوري، سياسي، اجتماعي او صنفي ډلو د سلګونو نمائندګانو له مينې په ډکه ناسته کښې د ځوانۍ روحيه، د اثرکونکي تشخص احساس او د محصلۍ د بهيرونو د ايماني او آئيډيائي انګېزې راتلونکي ته د اميد سبب وبللې او وې فرمايل: پکار دي د هېواد ظرفيتونو او امکاناتو ته په پام سره د آئيډيالونو په لور حرکت ته په لا زيات قوت او ګړنديتوب سره دوام ورکړوو.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د خپلې وېنا په ابتداء کښې د محصيلينو کتنه او څرګندونې چې د هېواد يو لړ مختلف مسائل پکښې شامل وو يوه نتيجه ورکونکې غونډه وبلله او وې فرمايل: د دغې غونډې تر ټولو واضحه نتيجه په مختلفو ګروهنو سره  د محصيلينو ترمېنځ له اطمينانه ډکه، ژوندۍ او انګېزه لرونکې روحيه او حرکت دے او په پوهنتونونو کښې دغه واقعي فضاء د دښمنانو، پرديو او ځينو کورنيو عناصرو د القائاتو په اپوټه ده.

حضرت آيت الله العظمی خامنه اي زياته کړه د ايران د رېډيو او ټيلي ويژن په شان په ځينو ادارو کښې د عيبونو او مشکلاتو د هواري لپاره بنيادي حل لاره دغو ادارو ته د ځوانو، فعالو، مومنو او انګېزه لرونکو عناصرو لېږل دي.

دوي په دې باندې په تاکيد سره چې د اسلامي نظام حرکت بې له شکه مخ په وړاندې دے، وفرمايل: راتلونکے له نن څخه غوره او له ځوانانو سره متعلق دے، خو لازمه يې په صراط مستقيم باندې باقي پاتې کېدل او دوامداره او نه ستړې کېدونکے حرکت  دے.

حضرت آيت الله العظمی خامنه په ملي نفس باندې اعتماد، سياسي، اقتصادي او کلتوري خپلواکي او د تفکر، بيان او عمل د ازاديو په شمول آزادۍ د اسلامي نظام ځينې نور آئيډيالونه وبلل او تاکيد يې وکړ، که آزادي نه وي نو د ټولنې معنوي وده او پرمختګ به وجود ونه لري، خو هم دغه آزادي قانون او چوکاټ ته ضرورت لري، ځکه چې د دې په غېر صورت کښې به د لاابالۍ او بې مهاره ازادۍ سبب شي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د سائنس او ټېکنالوجۍ په زمينو کښې د اسلامي ايران عيني او محسوس کېدونکو پرمختګونو او په دې لاره کښې د ژمنو ځوانانو رول ته په اشارې سره زياته کړه،له دې هر څه سره سره پکار نه دي په دې حد باندې قانع اوسوو بلکه پکار دي د هېواد ظرفيتونو او وسائلو ته په پام سره دغه له وياړه ډک حرکت ته په لا زيات قوت او چټکتيا سره دوام ورکړو.

 

ځینو خبری سرچینو ویلی دی چی له اسراییلو د بن سلمان د درملنې لپاره یو طبی ټیم ورلیږل شوی دی .

 

صیهونیسټاڼو  په غزه کی یوه فلسطینۍ انجلۍ بی دلیله وویشته .

 

 

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ایران د اټومی موافقې او د شمالی کوریا دخبرو په اړه د امریکا دولسمشر ټرمپ ورانونکی رول ته په اشارې سره ټرمپ د امریکا دتاریخ ترټولو بد معامله کونکی ولسمشر وباله

 

دروسیې خارجه وزیر  سرګئ لاؤروف  نن   په یولړ څرګندونو کې  وئیلی دی ،  د سورئې  په التنف  سیمې کې  دامریکا د پوځی شتون د دوام لپاره هیڅ دلیل  نشته ،باید خپل غیر قانونی پوځی شتون دې ختم کړی .

 

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج وویل له ترهګرۍ سره دمبارزې په اړه له پاکستان سره خبرې امکان نلری .

 

جمهوری اسلامی

د اسلامی ایران ولسمشر ډاکټر حسن روحانی له اقتصادی فعالانو او استادانو سره په کتنه کې ویلی دی که د یوه بل په څنګ کې ووسو نو هر بایکاټ  به په فرصت بدل کړو .

 

د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست مسولې موګرینی ویلی دی د برکسل غونډه  په ایران کې له پانګونې د ساتنې لپاره ده .

د انګلستان   یوه پخوانی سفیر ویلی دی چی بحرین تقریبا د عربستان او امریکا مستعمره شوی دی .

عراقچی وایی له څلورو اروپایی هیوادونو سره د یمن په موضوع کې او هغه هم په انسانی دلایلو خبرې اترې کوو .

 

دایران اسلامي جمهوریت په پریکنده او اساسي ډول داسرائیلو جعلي ، ترهګر او غاصب رژیم په رسمیت نه پیژندي . دایران داسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی په اردن کښې د صهیونیسټ رژیم او د ایران د غیر مستقیمو خبرو په اړه دخبرونو خپریدل دروغ وبلل او ویې وویل دفلسطین ایډیل ته د ځینوعربو هیوادونو د خیانت په وخت کښې دغه خبرونه دعمومی افکارو د انحرافولو لپاره دی .

هغه په اردن کښې د صهیونیسټ رژیم او د ایران د مستقیمو خبرو په اړه د سعودی عربستان او د اسرائیلو درژیم دځینو رسنیو دادعا په اړه وویل دغه ادعا کاملا بې اساسه او فضا جوړونه ده .

بهرام قاسمی وویل دایران اسلامی جمهوریت په پریکنده  او اساسی ډول داسرائیلو جعلی ، ترهګر او غاصب رژیم په رسمیت نه پیژندی او له دروغو د ډکو خبرونو د خپرولو  هدف کاملا واضح او  ښکاره دی .

د ایران داسلامی جمهوریت دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په نوی ډیلی کښې د هندوستان د باندنیو چارو له وزیرې میرمن سوشما سواراج سره له کتنې وروسته وویل هند په جوته ویلی دی چې د امریکا د یواړخیزه بایکاټونو ملاتړ نه کوی .

 

د پاکستان حکومت او مخالف پیپلز ګوند د موقته لومړی وزیر لپاره د سترې محکمې د پخوانی قاضی ناصر الملک نوم اعلان کړ .

 

اطلاعات

د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای  له محصلینو سره په کتنه کې فرمایلی دی له ازادی پرته د ټولنې پرمختګ ممکن ندی .

د ایران د خارجه وزیر مرستیال عراقچی ویلی دی اروپا باید  له ایران سره د سترو شرکتونو د وعدو ماتولو مخه ونیسی .

د ایران د سیستان و بلوچستان په سرحدی سیمو کې ۷ ټنه نشه ایز مواد کشف شوی دی .

د سوریې پوځ د ادلب ترهه ګر بې وسلې کیدا او تسلیمیدا ته وبلل .

 

 په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د رسویې سره کرښه ده .

 

دمحمدبن سلمان د درملنې لپاره داسرائیلی ډاکټرانو ټیم ریاض ته تللی دی . المنار ورځپاڼې د دغه خبر په خپرولو سره د ریاض په اخزامه سیمې کې د سعودی عربستان د ولی عهد په ماڼۍ کې د کودتا رامیننځةکیدا باندې ټپه وهلې او ټینګار ئې کړی ، په دغې کودتا کې محمد بن سلمان دوه ډزه لګیدلی او زخمی شوی دی البته ځینی سرچینې د محمد بن سلمان دهلاکت خبره هم کړې چې خبری سرچینو دغه خبر تر دې دمه تائید کړی نه دی . د قدس چاپ  المنار  فلسطینی ورځپاڼې  په یوه وروستی راپور کې لیکلی دی ،  د اسرائیلو ډاکټرانو یوه ډله   د سعودی عربستان  پلازمینې ریاض ته تللې څو   دولی عهد  محمد بن سلمان  د درملنې په بهیر چې  د اپریل په یویشتمه نیټه   ددآل سعود کورنۍ د  شهزادګانو په یوې  خپل مینځۍنښتې کې  ټپی شوی ؤ، څارنه وکړی .

 راپور ښئ  له دغې پیښې وروسته محمد بن سلمان له دغې نیټې وروسته  له عمومی او درسنیو له نظره غایب شوی  دی ، ان تر دې چې   سعودی عربستان ته د امریکا د خارجه وزیر  مایک پمپئو  د وروستی سفر په وخت  هم  به رسنیو کې ظاهر نه شو .

 العالم ټیلیوژنی چینل هم راپور ورکړی دی ، المنار ورځپاڼې  د دغه  خبر په خپرولو سره    د ریاض   په اخزامه سیمې کې د سعودی عربستان     د ولی عهد په ماڼۍ کې  د کودتا  رامینځةکیدا  باندې ټپه وهلې او ټینګار ئې کړی ،  په دغې کودتا کې  محمد بن سلمان   دوه ډزه لګیدلی  او زخمی شوی دی البته ځینی  سرچینې د محمد بن سلمان دهلاکت خبره هم کړې  چې  خبری سرچینو دغه خبر تر دې دمه تائید کړی  نه دی .