د ایران توغندوی او سیمه ایز توان ساتل کیږی
د امریکا ولسمشر ټرمپ د می میاشتې په اتمه نیټه د ایران پرضد د چټی تورونو په تکرارولو سره له ایټمی موافقېد واشنګټن وتل او له دریو تر شپږو میاشتو پورې د ایټمی بایکاټونوستنول اعلان کړل .
زمونږ خبریال راپور راکوی په نړیوالو چارو کې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود سلاکار ډاکټر علی اکبر ولایتی وویل د ایران سیمه ایز او توغندوی توان ساتل کیږی او د هیواد ایبټمی توان په هغو حوزو کې چی محدودیت نلری ، پیاوړی کیږی .
درهبری سترمقام هم د تیر شورو په ورځ د امریکا له کارړنګونو سره سره د ایران د اقتصادی ګټو د تامینولو لپاره د اروپایی هیوادونو له لوری د حقیقی تضمین وړاندی کول ، توغندوی پروګرام او د ایران سیمه ایز شتون مولفو ته د اروپایانو نه ورداخلیدل ، د ایران د تیلو د اخیستلو تضمین ، له ایران سره د خصوصی او دولتی تجارت د پیسو د ترلاسه کولو او ورکولو په اړه د اروپایی بانکونو تضمین او د ایران پرضد د امریکا له بایکاټ سره داروپا جوته مقابله ، د اروپایی برجام د دوام لپاره د ایران شرطونه بیان کړل .