د صهیونیسټي رژیم لپاره نوره نو خوندي څنډه نه ده پاتې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i72398-د_صهیونیسټي_رژیم_لپاره_نوره_نو_خوندي_څنډه_نه_ده_پاتې
په ایران کښې د انتفاضې او قدس د کمیټې مشر په سیمه کښې د مقاومت د جبهې بریالیتوب او د داعش ماتې ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې نوره د صهیونیسټي رژيم لپاره هیڅ امنه سیمه نه ده پاتې.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
May 31, 2018 02:12 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټي رژیم لپاره نوره نو خوندي څنډه نه ده پاتې

په ایران کښې د انتفاضې او قدس د کمیټې مشر په سیمه کښې د مقاومت د جبهې بریالیتوب او د داعش ماتې ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې نوره د صهیونیسټي رژيم لپاره هیڅ امنه سیمه نه ده پاتې.

سردار رمضان شریف پرون په تهران کښې د قدس د نړیوالې ورځې د مراسمو د برابرونې د کمیټې په دریمه غونډه کښې د داعش جوړول، د فلسطین له مسئلې د نړۍ د عامه افکارو د غړولو په لړ کښې یوه دسیسه وببله او څرګنده یې کړه: دښمنانو هڅه کوله چې نښتې او شخړې د اسلامي نړۍ جغرافیايي ته راټیل وهي خو بریا د مقاومت په برخه وه.

هغه بیت المقدس ته د سفارتخانې د منتقلولو په لړ کښې د امریکایانو دسیسې ته په اشارې سره څرګنده کړه: د امریکې حکومت تمه درلوده دا کار چې د نړیوالو قوانینو خلاف دی، د نورو هیوادونو له ملتیا سره به مخ شي خو نه یوازې کومه ملګرتیا او اجماع رامینځته نه شوه بلکې د دنیا پتیالیو ولسونو دا شرمناک کار وغنده.

په ایران کښې د قدس او انتفاضې د کمیټې مشر قدس ته د امریکې د سفارتخانې د انتقال د وروستۍ فتنې په شمول له امریکايي او صهونیسټي پلانونو سره د مقابلې لپاره د فلسطین د خلکو یووالی سږ کال د قدس د ورځې ستره ځانګړنه وبلله او زیاته یې کړه: فلسطینیان سره د کلابندۍ او محدودیتونو، د صهیونیسټانو په وړاندې دریږي او (د ستنیدو د حق) لاریونوونه په فلسطینیانو کښې د مقاومت د چورلیز د ژوندي پاتې کیدو سبب شوي دي.

د ویلو ده چې د روژې د مبارکې میاشتې وروستۍ جمعه د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني(رح) په نوښت د قدس نړیواله ورځ نوموله شوې ده څو د ټولې نړۍ مسلمانان د صهیونیسټي رژيم له توکمپالو سیاستونو خپله کرکه اعلان کړي.