دقدس ورځ اسرائیل تر پوښتنې لاندې راوستی
-
د روژې د مبارکې میاشتې اخري جمعه دایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه په نوښت دقدس نړیواله ورځ نومول شوي ده .
زمونږ خبریال وایی په ایران کښې د قدس او دانتفاضې دکمیټۍ مشر سردار «رمضان شریف» وویل دایران داسلامی جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمینی رحمت الله علیه لخوا دقدس د ورځې په توګه د روژې د مبارکې میاشتې د اخری جمعې(Friday) نومول د صهیونیسټ رژیم اساسی ستراتیژۍ تر پوښتنې لاندې وروستله .
هغه نن دتهران د جمعې لمانځه(Friday prayer) له خطبو مخکې په یوې (۱)وینا کښې په دې خبرې سره چې روان کال به دقدس نړیواله ورځ له تیرو کلونو سره متفاوته وی وویل هر کال د روژې د میاشتې په اخری ورځو کښې هغه ظلم چې د فلسطین په خلکو شوی دی دنړۍ خلکو ته ورښودل کیږی او دا صهیونیسټ رژیم ته ستر ګوزار دی .
په ایران کښې دقدس او د انتفاضې دکمیټۍ مشر رمضان شریف په دې خبرې سره چې سږ کال د قدس ورځ په داسې شرایطو کښې لمانځل کیږی چې نور داعش ترهګره ډله د صهیونیسټ رژیم د امن حاشیې په توګه نشته وویل دغه بریالیتوبونه د مقاومت دځواکونو او په سیمه کښې د مقاومت دجبهې د ورځ تر بلې د زیاتیدونکی قدرت په خاطر دی .
شریف رمضان له تل اویو(Tel Aviv) څخه بیت المقدس(Bait Al Muqaddas) ته د امریکا د سفارت په انتقالولو کښې د ولسمشر ټرمپ له غیر قانونی اقدام څخه د نړۍ دهیوادونو ملاتړ نه کولو ته په اشارې سره دصهیونیسټ رژیم مشرانو ته وویل دسیمې دځینو عربو هیوادونو په مالی ملاتړونو او دامریکا په حمایت او ملګرتیا سره په نیواکی ټاټوبو کښې دخپلو هدفونو د پرمخ بیولو لپاره به د اسرائیلو هڅه هیڅ نتیجه ورنکړی .
د روژې د مبارکې میاشتې اخری جمعه دایران د اسلامی جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمینی رحمت الله علیه په نوښت دقدس نړیواله ورځ نومول شوی ده چې د ټولې نړۍ مسلمانان دصهیونیسټ رژیم له توکمپالو سیاستونو خپله کرکه اعلان کړی .