قدس ورځ د رسول الله دامت دوحدت نښه ده د
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i72700-قدس_ورځ_د_رسول_الله_دامت_دوحدت_نښه_ده_د
زمونږخبریال وایی د ایران داسلامی تبلیغاتو د غږملتیا شورا د قدس دنړیوالې ورځې په درشل کښې دیوې۱) اعلامیې په خپرولو سره دغه ورځ د رسول الله صلی الله علیه واله وسلم د ستر امت د وحدت د نندارې ته دوړاندې کولو او د قدس دنیواکګر رژیم د مړینې ورځ وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 04, 2018 11:47 Asia/Kabul
  • زر به ستر اسلامي امت په بیت المقدس کښې د جمعې(friday) او دجامعې لمونځ ترسره کړي .
    زر به ستر اسلامي امت په بیت المقدس کښې د جمعې(friday) او دجامعې لمونځ ترسره کړي .

زمونږخبریال وایی د ایران داسلامی تبلیغاتو د غږملتیا شورا د قدس دنړیوالې ورځې په درشل کښې دیوې۱) اعلامیې په خپرولو سره دغه ورځ د رسول الله صلی الله علیه واله وسلم د ستر امت د وحدت د نندارې ته دوړاندې کولو او د قدس دنیواکګر رژیم د مړینې ورځ وبلله .

د روژې د مبارکې میاشتې اخری جمعې ورځ د اسلامی انقلاب د بنسټګر حضرت امام خمینی رحمت الله علیه په نوښت د قدس نړیواله ورځ نومول شوی ده چې دټولې نړۍ مسلمانان دصهیونیسټ رژیم له توکمپالو سیاستونو خپله کرکه اعلان کړی .

روان کال به له ایران سره یوځاې دنړۍ په نورو ډیرو هیوادونو کښې دقدس دنړیوالې ورځې لاریونونه د جون په اتمه(۸) چې د روژې دمیاشتې درویشتمه (۲۳)نیټه کیږی وشی .

دایران د اسلامی تبلیغاتو دغږملتیا شورا په خپلې اعلامیې کښې ویلی دی امریکا له تل اویو څخه قدس ته د خپل سفارت په انتقالولو او دصهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه ددغه ښار اعلان په ملاتړ سره د فلسطین دمظلوم ملت ، دټولو مسلمانانو او دنړۍ دپتیالیو پرضد بل جنګ پیل کړی دی .

دغه شورا ټینګار وکړ د ایران داسلامی انقلاب د ستر لارښود په وینا نور د پوځی اپارتایډ د رژیونو او د ووهه  او وتښته پړاو پاې ته رسیدلی دی او دصهیونیسټ رژیم دژوند دتاریخ ختمیدا ته به نږدې شو او زر به ستر اسلامی امت په بیت المقدس کښې د جمعې(friday) او دجمعې لمونځ ترسره کړی .