داسرائیلو رژیم عمر پاې ته رسیدلی دی
Jun 05, 2018 10:32 Asia/Kabul
-
دقدس مسله د اسلام او دانسانیت مسله ده او دا دانسان فطرت دی چې باید دمظلوم دفاع او ملاتړ وکړي .
ایسنا خبری اژانس وایی د ایران داساسی قانون د ساتندویه شورا منشی ایت الله احمد جنتی دقدس نړیوالې ورځې ته په اشارې سره ټینګار وکړ
د اسرائلو رژیم عمر پاې ته رسیدلی دی او ډیر زر به په فلسطین کښې ددغه رژیم د له مینځه تلو جشن وکړو چې وکولای شو د مسلمانانو لومړۍ قبله د هغوې له شر څخه پاکه کړو .
هغه په دې خبرې سره چې د قدس دنړیوالې ورځې په لاریونونو کښې شتون دټولو مسلمانانو دنده ده وویل د فلسطین مظلوم خلک دقدس د نړیوالې ورځې په لاریونونو کښې د ازادی غواړو او دمسلمانانو په ګډون سره خوشحالیږی .
ایت الله جنتی په دې خبرې سره چې فلسطین د اسلام د بدن غړی او دمسلمانانو لومړۍ قبله ده وویل دقدس مسله د اسلام او دانسانیت مسله ده او دا دانسان فطرت دی چې باید دمظلوم دفاع او ملاتړ وکړی .
ټیګونه